ایکنا - د افغانستان په کابل کې له خپل هستوګنې ځاي څخه د ګلبدین حکمتیار له منتقلیدا وروسته او د سیاسی ګوندونو د فعالیّت پر ممنوعیّت د طالبانو له ټينګار سره سره د حزب اسلامی ګوند مشر په خپل نوي هستوګن ځاي کې عمومي لیدو کتو ته دوام ورکړی ؤ.
د خبر لمبر: 3489061 خپرونې تاریخ : 2024/04/17
ایکنا- د روژې دمبارکې میاشتې له رروژو سره سره دافغانستان د کابل په کارته سخي زیارت کې د نوروز دنیکمرغه اختر په مناسبت په دستورو کې په زرګونو خلکو برخه اخستې ده.
د خبر لمبر: 3488916 خپرونې تاریخ : 2024/03/20
ایکنا- د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي ددغه ولایت میرمنې به په کورونو کې د کارکولو په پایله کې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو حل ته اوږه ورکړي.
د خبر لمبر: 3488478 خپرونې تاریخ : 2023/12/26
ایکنا-( کابل ) د افغانستان د طالبانو حکومت دکورنیو چارو وزارت ددغه هیواد په هرات ولایت کې د اهل تشیع د دوو عالمانو او څلورو نورو کسانو د وروستي ترور به غبرګون کې دغه پیښه نه بخښونکی جنایت بللی او ټينګار ئې کړی ید ، ددغه جنایتکار اقدام عاملان به وپيژني او قانون ته به ئې وسپاري، حال دا چې تیره اونۍ هم په هرت کې دوه شیعه عالمان هم ترور شوي وو.
د خبر لمبر: 3488362 خپرونې تاریخ : 2023/12/03
ایکنا-(اسلام اباد) د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي آصف علی دراني چې په همداوروستیو کې له افغانستان سره پهاړیکو دتاؤتریخوالو دختمولو په موخې سره دوه ځله کابل ته په سفر تللی ؤ ، اوس د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندلو لپاره د روسیې او دافغانستان د ګاونډیو هیوادونو په یووخت د ګامونو پورته کولو مدعي شوی دی.
د خبر لمبر: 3488288 خپرونې تاریخ : 2023/11/18
ایکنا-( کابل ) دافغانستان د طالبانو دحکومت چارواکو په کابل کې په بیت المقدس کې د قبةالصخره د شکل په معمارۍ سره یو جومات افتتاح کړ.
د خبر لمبر: 3488185 خپرونې تاریخ : 2023/10/29
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان لومړی وزیر په داسې حال کې له افغانستان سره د ورورولۍ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ددغه هیواد دحکومت ژمنتیا عنوان کړې چې ددواړو هیوادونو ترمینځ پوله ایزې سترې لارې د څو ترهه ګرو پیښو او دامنیتی ناندریو په دلیل تړل شوې دې .
د خبر لمبر: 3487973 خپرونې تاریخ : 2023/09/18
ایکنا – (نړۍ) د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.
د خبر لمبر: 3487961 خپرونې تاریخ : 2023/09/16
ایکنا – (افغانستان) د 'آی اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې چې په غور ولایت کې یې د یوه بهرني کارکوونکي په ګډون اتلس کارمندان نیول شوي دي.
د خبر لمبر: 3487960 خپرونې تاریخ : 2023/09/16
ایکنا – ( کابل ) د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وایي چې ښځې دې د تعلیم برخه کې بېړه نه کوي او طالبان ژمن دي چې د شریعت په چوکاټ کې يې حقونه ورکړي.
د خبر لمبر: 3487954 خپرونې تاریخ : 2023/09/15
ایکنا – (تهران) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان افغانستان ته د ایران د فني پلاوي وروستي سفر ته په پام سره د هیرمند د تړون پر اجرا کیدا ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487858 خپرونې تاریخ : 2023/08/27
ایکنا – (افغانستان) په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د اربعین د سفر لپاره ایران ته د تګ په موخه د ویزو ورکړه، یوازې د هغه معتبرو زیارتي کاروانونو له لارې ممکمنه ده، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې تأیید شوي وي.
د خبر لمبر: 3487857 خپرونې تاریخ : 2023/08/26
ایکنا – ( کابل ) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونیسف وايي، چې په افغانستان کې د ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله ۸۵ قربانیان ماشومان دي.
د خبر لمبر: 3487848 خپرونې تاریخ : 2023/08/25
افغانستان کې د رسنیزو فعالانو ناوړه وضعیت
ایکنا – ( کابل ) د کندز ولایت اوسېدونکې او ځوانه افغان یوټیوبره حورا سادات، چې په بېلابېلو یوټیوب چینلونو کې یې کار کولو په مرموز ډول په کابل کې وژل شوې ده.
د خبر لمبر: 3487847 خپرونې تاریخ : 2023/08/24
ایکنا – ( کابل ) طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي،وو چې دوی محرم نه درلود.
د خبر لمبر: 3487845 خپرونې تاریخ : 2023/08/24
ایکنا – ( کابل ) د پاملرنې نړیواله موسسه وايي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره دغه هېواد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.
د خبر لمبر: 3487828 خپرونې تاریخ : 2023/08/22
ایکنا – ( کابل ) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر وايي، چې د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي، نو طالبانو د رسنیو د اصولو او ارزښتونو د ساتنې لپاره قوانین وضع کړي دي.
د خبر لمبر: 3487824 خپرونې تاریخ : 2023/08/21
ایکنا – (تهران) د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي وویل، د هیرمند د اوبو د تړون ځینو مادو ته د افغانستان پابندي، د ښه ګاونډیتوب او د اعتماد په رامنځته کولو کې د رغنده تعاملاتو د پیلیدا مثبته نښه ده.
د خبر لمبر: 3487821 خپرونې تاریخ : 2023/08/21
ایکنا – ( کابل ) د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د پنځو کالو کم عمره څه باندې یوولس ميليونه ماشومان به د پوليو يا ګوزڼ نارغۍ په وړاندې واکسين شي.
د خبر لمبر: 3487820 خپرونې تاریخ : 2023/08/21
ایکنا – (عراق) د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد الصحاف وویل، عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن وګړو لپاره د حضرت امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوي.
د خبر لمبر: 3487813 خپرونې تاریخ : 2023/08/20