IQNA

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ترینګلتیاؤ د ختمولو لپاره مشورې اړینې دي

6:41 - September 18, 2023
د خبر لمبر: 3487973
ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان لومړی وزیر  په داسې حال کې  له افغانستان سره د ورورولۍ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ددغه هیواد دحکومت ژمنتیا  عنوان کړې چې ددواړو هیوادونو  ترمینځ پوله ایزې سترې لارې د څو ترهه ګرو پیښو او دامنیتی ناندریو  په دلیل  تړل شوې دې .

ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان رسندویود دوو ګاونډيو هیوادونو تریمنځ د اعتماد د بحالولو لپاره په هڅې او اړیکو کې د تاؤتریخوالي د ختمولو په  موخې سره د پاکستان د لومړي و زیر  او دافغانستان د طالبانو د حکومت دلومړي وزیر ترمینځ د لیکونو دمبادلې  خبر و رکړ.

 په راپور کې وئيل شوي دي،د پاکستان موقته لومړي وزیر انوار الحق کاکړ د افغانستان د طالبانو دحکومت لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند ته په یوه لیک کې  د متقابلو ګټو دتامینولو لپاره ددواړو هیوادونو د غږمله هلوځلوپر ضرورت ټینګار کړی دی.

د پاکستان لومړی وزیر  په داسې حال کې  له افغانستان سره د ورورولۍ داړیکو د پیاوړتیا لپاره ددغه هیواد دحکومت ژمنتیا  عنوان کړې چې  ددواړو هیوادونو  ترمینځ پوله ایزې سترې لارې د څو ترهه ګرو پیښو او دامنیتی ناندریو  په دلیل  تړل شوې دې .

په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو  وئيلي دي،د افغانستان د طالبانو دحکومت لومړي وزیر ته دپاکستان د موقته لومړي وزیر په دغه لیک کې  دمتقابلې هوساینې  لپاره پر  سیمه ایزو ارتباطاتو او تجارت باندې په پیاوړي تمرکز سره په سیاسی ،کلتوري ،امنیتی  اواقتصادي  اړخونو کې ددوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

داپه داسې حال کې دي چې د اسلام اباد حکومت په همداوروستیو کې  له خپلو پولو له ورآخوا  دترهه ګرو  عناصروپه خوځښتونو باندې په اعتراض کې په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت سرپرست   خارجه وزارت ته احضار کړی دی.   

https://www.irna.ir/news/85231012

captcha