IQNA

د افغانستنان په ننګرهار کې لسګونو میرمنو ته په کور دننه د کار کولو زمینه برابره شوه

11:19 - December 26, 2023
د خبر لمبر: 3488478
ایکنا- د افغانستان د ننګرهار ولایت چارواکي وایي ددغه ولایت میرمنې به په کورونو کې د کارکولو په پایله کې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو حل ته اوږه ورکړي.

ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهارولایت  صنعت او تجارت ریس سید عبدالبصیر پاچا وایي، د دوې د هڅو په پایله کې د اسلامیک ریلیف په نوم مرستندویه ادارې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې شپیته تنو میرمنو ته کاري وسایل ورکړل.

د صنعت او تجارت ریس وایي په دې وسایلو کې د سلمې کینولو او ګلدوزۍ وسایل شامل دي چې موخه یې میرمنو ته په کور دننه د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کول او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

سید عبدالبصیر پاچا وویل د اسلام مقدس دین میرمنو ته د کار کولو حق ورکړی او هغوي کولای شي د شرعي حجاب په پام کې نیولو سره کار وکړي او خپلوکورنیو ته حلاله نفقه تر لاسه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ ریس د وسایلو تر لاسه کونکو میرمنو وغوښتل چې له دغو وسایلو په سمه توګه ګټه واخلي.

نوموړي همدا راز له مرسته کوونکي  ادارې نه هم غوښتنه وکړه چې د کوچنیو کاروبارونو پراختیا او بې وزلې  د له منځه وړلو په موخه خپلې مرستې پراخه کړي.

 

تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیموکې میرمنو سره په کور دننه د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په موخه د هګۍ ورکونکو چرګانو،غواګانو او باغونو جوړولو مرستې شویدي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i143770

captcha