IQNA

د ایرانیو توغندیو نیواکي ټاټوبو ته له رسیدا په شهدای الاقصی روغتون کې د فلسطینیانو خوشالۍ

13:47 - April 15, 2024
د خبر لمبر: 3489048
ایکنا -  دغزې تړانګې په مرکز کې په دیرالبلح  کې په شهدای الاقصی روغتون کې فلسطینیانو  نیواکي ټاټوبو ته دایران د غورا کونکو توغندیو له رسیدا سره په یووخت  خوشالۍ  وکړې او د الله اکبر چغې ئې پورته کړې.

ایکنا نیوز راپور راکوي، دغزې تړانګې فلسطینیانو  پرون سهار وختي په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د نیواکګرو د وروستۍ حملې د ایران د سخت غبرګون  او غافلګیرونکي توغندوي حملې په بریالیتوب جشن جوړ کړ او  په په تیرو شپږو میاشتو کې  د فلسطینیانو په خوله مسُکا او خندا او خوشالي ولیدل شوه.

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو میړنیو مبارزانو پرون سهار وختي  د ایران د نورو پوځي  او سیاسی اورګانونو په غږملتیا  د جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم د سزا کولو په لړ کې  او د ریښتیني  ژمنې  د عملیاتو او د یا رسول الله د شعار په چوکاټ کې  په نیواکي ټاټوبو  باندې په سلګونو توغندي او ډرونز وتوغول  او په نقب  هوائي ډګر او ځينو نورو سیمو کې ئې پوځي مرکزونه او تاسیسات ټارګټ کړل او لوخړې ئې ترې پورته کړې او په درستو نیواکي ټاټوبو کې ئې ویره او  وحشت خور کړ. 

 

https://iqna.ir/fa/news/4210271

 

captcha