ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر عبدالحق حماد د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل: د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي چې هر هېواد کولای شي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د رسنیو په اړه قوانین وضع کړي او طالبان د اصولو او ارزښتونو د ساتنې په موخه قوانین وضع کړي دي.
ښاغلي حماد ټینګار وکړ چې دغه بندیزونه د افغانستان د اصولو او ارزښتونو د ساتلو په هدف له رسنیو پورته دي.
په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال امیرخان ثاقب وايي، سره له دې چې هېواد ازادي ترلاسه کړې، خو په هېواد کې د کلتوري اشغال لړۍ لا هم روانه ده.
هغه زیاته کړه، هر ملت خپل دود لري، خپل لباس لري، موږ څوک یو، د یو مسلمان په توګه باید خپل کلتور ولرو او که نه؟
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې ډول د سرپرست حکومت له لوري پر وخت د معلوماتو نه ترلاسه کولو او د ځينو محدوديتونو لګولو خبريالان اندېښمن کړي دي.