د اسلام د لیدتوګې په اساس،خپل چاپيریالي شرائطوته دانسانانوله دوامدار او عمومي پام او له ماتختو حالاتو باندې له خبریدا او ارزونې پرته ،داړمنو شرائطو ښه کیدا ته هیڅ امید نشي کیدلی. یوه داسې موضوع چې په قرآن کریم کې هیڅ مورد باندې ددې په اندازه په تفصیل سره بحث نه دی شوی او ددې د حل لارې په توګه د ؛انفاق؛ په نامې سره مفهوم بیان شوی دی .د انفاق کلمه،په لغت کې د ګودال د ډکولو او په یوه اصطلاح کې ،دمالی کمښتونو د ختمولو او ډکولو په معنا ده . انفاق،د مال اوشتمنۍ پر انفاق سربیره، دعلم انفاق ، دعزت او مقام انفاق هم پکې شاملیږي .
دانفاق آثار له هیچا پټې نه دي چې په هغو کې د پرګنیزو اختلافاتو کمیدا او دشتمنۍ انډول ، دمینې او محبت رامینځةکیدا ، د سخاؤت د روح غوړیدا او له هرڅه لا لوړ، د خداوندمتعال سره زندیکیدا ته اشاره کیدلی شي .دغو تعلیماتو ته دقرآن کریم په ډيرو آیتونو کې اشاره شوې ده او عام خلک دغه اقدام ته بلل شوي دي.
الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ؛ ؛ هغه کسان چې خپل مالونه په شپه او ورځ کې او په پټه او ښکاره توګه انفاق کوي،د دوي لپاره د دوي د پروردګار په نزد یو غوره او مناسب انعام شته ،دوي نه ویره لري او نه هم غمجن کیږي .(د بقرې سوره -274)
د قرآن کریم دغه لوړ تعلیمات د انفاق په آیت مشهور دي او الهي بشارت ، هغو انفاق کونکو ته ورښئ چې په هرحال کې دغه اقدام کوي. دغه شان کسان له بې وځلۍ او تنګڅې نه ویریږي، ځکه دخداي تعالی پر ژمنو ایمان لري او په هغه توَکل کوي،او د انفاق په خاطر اندیښمن نه کیږي ،ځکه پر الهي رضایت اود انفاق پراخروي آثارو توجه لری.
محسن قرائتي په تفسیر نور کې ددې خبرې په بیانولو سره چې دغه آیت د هغو تیرو څوارلسو آیتونو دجمع بندۍ په معنا دی،چې دانفاق په باب ئې بحث کړی، وائي ؛ممکنه ده دا دلیل چې ؛شپه ؛ پر ورځې ،او یا پټ پر ښکاره برلاسه دی ، دا وي چې پټ انفاق د شپې په تورتم کې لازیات ارزښت لري . ددې ټکي یادونه لازمه ده چې چې دانفاق موضوع ته داسلام توجه،د نورو په وړاندې د لاس اوږدولو دودیدا او له چا څه غوښته(سوال کول)نه دي . ځکه په ډيرو آیتونو کې،له هغو کسانو چې له اړتیا درلودلو پرته ، له نورو څخه د مرستې غوښته کوي ،مذمت شوی او له بل پلوه ، دانفاق تر ټولو ښه ډول،د پيسو دوروکولو په ځاي د کار آوزار په اختیار کې ورکول معرفي شوي دي.
دا آیت څه پیغام ورکوي ؛؟
1 د ترحّم له پلوه ، محدوه او موقته نه،بلکې د سخاوت او انفاق روحیّه درلودل مهم دي ،ځکه «يُنْفِقُونَ» د ار پر دوام دلالت لري .
پیامهای آیه
د مفسرانودنظر په اساس، ددغه آیت دقیق مصداق دعلی ابن ابیطالب شخصیّت دی او آیت د هغه داقدام په مناسبت نازل شوی دی .