انډول برابر او میانه روي د اسلامی ژوند په سټایل کې ځانګړی مقام لري .په ژوند کې ددغې کارنده مؤلفې د پيژندګوۍلپاره په قرآن کې د ؛اسراف؛ټکی چې ددغه شان انډول او میانه روئ په مقابل کې راځي ،مونږ سره مرسته کوي.اسراف، له حده زیات د تیري او زیاتوالي په معنا ډيره پراخه معنا لري چې په قرآن کریم کې هم ټول ټال ۲۳ کارول شوی او د فساد له مفهوم سره مستقیم ارتباط لري.
؛اِنَهُ لا یُحِبُ المسرفینَ؛ خداوندمتعال اسراف کونکو سره دوستي نه کوي؛(د اعراف سورې-۳۱) دلیل دا چې خداي تعالی اسراف کونکي د خپل محبت له دایرې وباسي ، هغه فساد دی چې په هر کار او چارې کې د انډول دخرابولو له لارې رامینځةکیږي . اسراف د انسان د ډول ډول شتمنیو او امکاناتو له مینځه وړونکی دی او کله له د نورو لپاره د شیانو نه ترلاسه کیدا سبب هم کیږي.
د اسراف ډولونه ::
یُصلِحُونَ؛ او د اسراف کونکو د فرمان اطاعت مه کوي دهغو په شان چې
پر مځکه فساد رامینځةکوي او اصلاح نه کوي (د شعرا سورې-۱۵۱ او ۱۵۲)
د وینې بهونې ، زیات غوښتنې،ظلم او استکبار پشمول هرډول اجتماعي فساد اسراف بلل شوی دی چې د ټولنې انډول سره ګډوډوي او اختلافاتو،نښتو او اجتماعي مشکلاتو ته لمن وهي.
(د الاعراف سوره-۳۱)
7 په انفاق کې اسراف؛ وَالذینَ اِذا اَنفِقُو لم یَسرِفُو وَلم یَقتَرُو وَکانَ بَینَ ذالِکَ قَواما؛ او هغه کسان دي چې انفاق کوي ،نه اسراف کوي او نه کنجوسي کوي او ددغو دواړو ترمینځ میانه روي کوي (د فرقان سوره-۶۷). د ګناه په لاره کې انفاق کول،د ریا له مخې انفاق کول او په انفاق ویاړ کول او له حده زیات انفاق کول هغه موردونه دي چې په انفاق کې اسراف ګڼل شوی دی.