او د هغه د ټولو تعلیماتو چورلیز ګرځیدلی دی.
په زړه پورې خبره دا ده چې د دغه مهمې موضوع په څنګ کښې داسې کسان هم شته چې د هغوې احترام کول په توحید باندې د باور په شان ارزښمن ګڼل شوی دی.
د میندو او پلارانو احترام او تکریم د اسلام دین یو تر ټولو مهم اخلاقي تعلیمات دي.
د انسان مادي خلقت د میندو او د پلارانو له لارې ترسره کيږي او میندې او پلاران د انسان د ژوند وسیله ده.
که چیرې کوم څوک د انسان په حق کښې تر ټولو کوچنۍ نیکۍ او احسان وکړي عقل د هغه مننه او قدرونه ضروري ګڼي ، اوس دې ته پام سره چې میندې او پلاران له بچیانو سره د نیکۍ بیلګې دي او د بچیانو د پرورش او روزنې لپاره له خپل ځان څخه تیریږي هغوې د احترام او قدر کولو تر ټولو وړ کسان دي.
قران کریم په څو ایتونو کښې له میندو او پلارانو مننه کول له خدای څخه د شکر کولو په لیکه او له میندو او پلارانو سره احسان کول د توحید او یکتا پرستۍ په څنګ کښې چې د دین اساس دی مطرح کړي کوم چې د دغه عمل د ډیر اهمیت د لرلو ښودنه کوي:
ایا هغه وخت چې لوی شو او ظاهرا نور د میندو او د پلارانو مرستې او ملاتړ ته ضرورت نلرو بیا هم د دوې شکریه ادا کول او قدرونه ضروري ده؟ ایا هغه وخت چې میندې او پلاران بوډا شول او نور له انسان سره د مرستې کولو توان نلري بیا هم د احترام وړ دي؟
قران کریم په یوه ایت کښې دغه مورد ته اشاره کړي ده او وايي :«وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا؛ او ستا پروردیګاره حکم ورکړی: له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او له پلار او مور سره نیکۍ وکړئ! هرکله چې په مور او پلار کښې یو تن یا هر دواړه بوډا شول د هغوې کوچنی سپکاوی هم ونکړئ! او په هغوې چغې ونه وهئ! او له هغو سره په نرمه ، سنجول شوي او له عزت څخه په ډکه لهجه کښې خبرې وکړئ!(اسرا/۲۳)
احسان د نیکۍ په زمینه کښې تر ټولو پراخه او جامع اصطلاح ده.
له میندو او پلارانو سره احسان کول د هغوې له شرایطو سره اړه لري چې پکښې مادي یا روحي او رواني مرستې شاملې دي.
د اسلام له ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم څخه پوښتنه وشوه ایا د میندو او د پلارانو له مړینې وروسته هم له هغوې سره احسان کولای شو؟ویې فرمائیل هو، د میندو او د پلارانو لپاره د لمونځ کولو ، د هغوې لپاره د استغفار کولو او د هغوې د ژمنو د پوره کولو او د هغوې د پورونو د ورکولو او د هغوې د دوستانو د احترام کولو له لارې (تفسیرمجمع البیان).