IQNA

 قرآني سورې/37

صافات سوره دتوحید د انکارکونکو په وړاندې صف جوړول

14:15 - October 25, 2022
د خبر لمبر: 3486366
ایکنا-(تهران) داسې مختلفې ډلې شته چې خداي او یا دخداوندمتعال واحد شونې څخه انکار ئې کړی او  کوي ئې ، دتاریخ په اوږدو کې خداي تعالی له هغو ځيي سزاکړي دي ،البته ځینو ته ئې فرصت ورکړی دی. په عین حال کې  هغه برخلیک او عاقبت ئې ،چې د دوی په انتظار کې دی ،تشریح کړی دی څو ځان دهغې لارې ددوام لپاره چې په وړاندې ئې لري ،فیصله کونکي ووسي.

د قرآن کریم اوه دیرشمه سوره ؛صافات؛نومیږي. دغه سوره، په یو سل دوه  اتیا آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۳سپارې یا جزئې کې واقع ده . صافات چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې ، شپږ پنځوسمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده.

صافات  د هغو کسانو په معنا ده چې په صف کې دی.وئیل شوي له دې مقصد،دلمونځ ګوزار  مومنان یا په صف کې فرښتې دي.صافات سوره  د په لومړني آیت کې د ؛صافات ؛ د ټکي د شتون په سبب  په  همدې نومول شوي ده .

دسورې کلی موضوع،د توحید بیان او دخداوندمتعال په باب دمشرکانو د عقایدو ردول دي. په دغې سورې کې دتوحیدپر موضوع دلیلونه راغلي دي.وروسته  دتوحید مخالفان ګواښل ضشوي او مومنانو ته ځيری ورکوي؛ بلاخره  د هرې یوې ډلې  عاقبت بیانیږي.

همداراز ددغې سورې په یوې برخې کې  د نوح ،او ابراهیم او اسحاق او موسی او هارون او الیاس او لوط او یونس  په څير د ځینو الهي نبیانوتاریخ ته په کوټلی توګه  او په عین حال کې  په ډير اغیزشیندونکي بڼه کتنه شوې ده ،خو په دې مینځو میان کې دابراهیم نبی  او دهغه د ژوند دمختلفو  برخو په باب  بحث لامفصل بیان شوی دی. په هغو کې د حضرت ابراهیم  د خپل زوي په قرباني کولو باندې مامورشوه  شامله ده ،که څه هم  دغه کیسه  په بشپړ ډول بیان شوې نه ده ،په عین حال  کې خداي تعالی  دا د خپل پیغمبر لپاره یو ښکاره امتحان  ګڼي.

یوه بله موضوع چې په دغه قرآن کې ورته اشاره شوې ده.؛آل یاسین ؛دی،ددغه آیت د لوستلو په ډول کې د نظر اختلاف شته دی . ځيني ئې ؛آل یاسین ؛لولي او مقصدئې  اهل بیت علیهم السلام ،یعني د پیغمبر اکرم کورنۍ ده.په داسې بڼه کې  چې ؛یاسین؛ د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د لقب په توګه یاد شوی دی.خو ځينو نورو ئې ؛الیاسین ؛یا ال یاسین؛ لوستلی دی چې مقصد به ئې ،حضرت الیاس وي  

تړلې خبرونه
captcha