IQNA

قرآني سورې (24)

په نور سورې کې د خداوندمتعال ترټولو ښکلی صفت په باب قرآڼ څه وائي؟

11:36 - August 10, 2022
د خبر لمبر: 3486088
ایکنا-(تهران) په نور سورې کې د خداوندکریم یو ترټولو ښه صفت وینو چې په تفصیل سره ئې تفسیر شوی دی.خو پردې سربیره،د میرمنو په برخې کې د کورنیو او ټولنیزو اړیکو په تنظیمولو کې ځيني  موضوعګانې داسې اساسی مسئلې دي چې په دغې سورې کې بیان شوي دي.

په نور سورې کې د خداوندمتعال ترټولو ښکلی صفت په باب قرآڼ څه وائي؟د نور سوره د قرآن کریم څلورویشتمه او هغه مدني سوره ده چې د قرآن کریم په اتلسمې سپارې یا جزوې کې واقع ده.دغه سوره څلورشپیته آیتونه لري،یوسل  دریمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

دغه سورې له دې امله نور نومول شوې ده چې د نور کلمه پکې اوه ځله کارول شوې ده د نور آیت هم ددغې سورې یو مشهور آيت ګڼل کیږي.دغه آیت د مفسرینو د ډيرپام وړ ګرځیدلی دی چې ددغه تمثیل محتوا، دهغه څه په نسبت یو دقیق انځور ئې کشف او بیان کړی دی چې قرآن کریم ئې د خداي تعالی په باب وائي.

د نور آیت،یعني د دغې سورې ۳۵آیت چې یو داسې تر ټولو ښکلي اوتشبیهاتي آیت دی چې په قرآن کې د خداوندمتعال په صفت کې راغلي  دی،فرمائي ؛«اللَّهُ نُورُ‌ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْ‌ضِ مَثَلُ نُورِ‌هِ کمِشْکاةٍ فِیهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِی زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ کأَنَّهَا کوْکبٌ دُرِّ‌ی یوقَدُ مِن شَجَرَ‌ةٍ مُّبَارَ‌کةٍ زَیتُونَةٍ لَّا شَرْ‌قِیةٍ وَلَا غَرْ‌بِیةٍ یکادُ زَیتُهَا یضِیءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ‌ نُّورٌ‌ عَلَی نُورٍ‌ یهْدِی اللَّهُ لِنُورِ‌هِ مَن یشَاءُ وَیضْرِ‌بُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِکلِّ شَیءٍ عَلِیمٌ:؛خداي د آسمانونو اومځکې نور دی.دهغه نور دهغو مشالونو اوچراغونو په څیر دی چې  په هغو کې یو مشال ،او هغه مشال په یوې شیشې کې دی. هغه شیشه ګواکې یو ځلیدونکی اختر دی چې د زیتوبن له ښکلي وَنې څخه  چې نه شرقي ده اونه غربی،راولاړیږي. نزدې ده چې  تیل ئې ،که څه هم  له اور ته نه دی رسیدلي،چې رڼا وکړي او بَل شي .رڼا د پاسه رڼا ده . خداي هرچې وغواړي ،له خپل نور سره هدایتوي  او دا مَثَلونه د خلکو لپاره ورکوي  او خداي  هرڅه خبر دی :::

د نور فضا د کورنیو او ټولنیزو اړیکو منظمول او د احکامو بیانول دي.د نور سورې له دوهم تر اتم پورې آيتونه  دآیات الاحکام برخه شمیرل شوې دي؛ داسې آيتونه چې  همدغو چارو ته اشاره کوي.ځينی مفسران، ددغو آيتونو ټولنیزې او اجتماعي مسئلې داسې بیان کړي دی چې د مشلاتو د حل لپاره د رهبرۍ ترڅنګ شتون، ایمان او پءیښودل ئې د ایمان کمزوري  یا د نفاق نښه ده. دهغو تشکیلاتو په مسئلو کې د ځانمنامئ اوکورواکئ ممنوعیّت،چې  دهفمکرۍ او مشورو په اساس فیصلې کیږي،د رهبر او لارښود ضرورت او په اجتماعي ژوند کې ورڅخه پیروي،له رهبرۍ په اطاعت او تسلیمیدا سره  دایمان د یوځاي کیدا ضرورت،د اجتماعي نظام سسټماټيک کولو او د ډله ایزو کارونو ضرورت نوره  هغه ټکي دی چې له دغو ایتونو  ئې اخستون  کیږي.   

د سړي اوښځې  داړیکو په باب هم ځیني احکام او قوانین مطرح شوي دي،چې په هغو کې دزنا او ددې په باب د سزا موضوع ته هم پام شوی دی. همداراز  د زنا له تورونو په ډډه کولو هم ټينګار شوی دی. د ښځو له حجاب او ستر سره اړونده احکام هم په دغه آیت کې موجود دي.

یو بل هغه مورد چې  په دغه آیت کې  د واده له موضوع او د واده له شرائطو  او په کورنۍ کې د مقرراتو له بیان سره اړوند دی.همداشان د میرمنو له پرَدې  او نورو کورونو ته دورتلو  له آدابو سره  اړونده موضوعګانو ته هم پکې اشاره شوې ده.

 

تړلې خبرونه
captcha