IQNA

د بشریّت ژغورونکی او پر مځکې د صالحانو حکومت

13:26 - February 25, 2024
د خبر لمبر: 3488779
ایکنا- قرآن کریم هغه ځيری چې په ځينو نورو آسماني کتابونو کې راغلي دي ، بیانوي او ټينګار کوي چې پر مځکې پر ټولو ګټو حکومت اوسلطنت ،  له نورو  منتقلیږي او صالحانو ته رسیږي.

د قرآن کریم لسګونو آیتونه  د بشریّت دژغورونکي مسئله مطرح کوي ، چې د یوه واحد نړیوال حکومت  د رامینځةکیدا ځيری ورکوي. 

په قرآن کریم کې خداوندمتعال فرمائي؛  وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِنْ بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ؛

 او په یقین سره، په زبور کې  په آسماني کتاب داؤد کې  له توراته وروسته مو هغه الهي  یادونې ولیکلې چې مځکه به له شرک او ګناه څخه پاکه کړي او زما غوره بندګان به ورڅخه ارث واخلي. (انبیاء: 105).

 یوه هغه موضوع چې دنیا پنځونکي خدای په دوو آسماني کتابونو کې ذکر کړي دي او پرهغو ئې د ؛لقد؛ او ؛انّ؛ په تعبیرونو سره ټينګار کړی دی.،غوره ده چې یوه اساسی،حساسه او په نهایت کې یوه مهمه موضوع وي.وراثت له معاملې کولو پرته د مال منتقلولو په معنا دی،د مځکې له وراثته مقصد دا دی چې پر ګټو سلطنت او حکومت ،له نورو  صالحانو ته منتقل شي او پر مځکې د ژوند برکتونه دوي ته مخصوص شي.که څه هم اخروي برکتونه هم یوازې دوي ته مخصوص دي،خو په دغه آیت کې ټينګار کوي،چې د مځکې ټول دنیوي برکتونه دوي ته رسیږي. 

دا چې په آسماني کتابونو کې،یوازې ددغو دوو کتابونو نامې اخستل شوي دي،ممکنه ده،په دې خاطر وي چې حضرت داؤد یو هغه ترټولو لوي  پیغمبر ؤ چې د عدل او انصاف د حق حکومت  او بنی اسرائيل  هم  هغه مستضعف قو ؤ  چې د مستکبرانو په ضد ئې پاڅون وکړ او دوي د مځکې وارث  شول.

بله موضوع دا چې د خداوندمتعال صالح بندګان،په په آیت کې کوم کسان دي؟،د؛صالحون؛پراخې معنا ته په پام سره،ټوله ښه والي په ذهنونو کې خطور کوي،د عمل له نظره ښه والی ، د علم او پوهې له منظره،د قوت او قدرت له پلوه، دتقوا او ایمان په اعتبار سره ، د تدبیر،نظم او اجتماعي درک له اړخه. پر دې اساس یوازې مستضعف شونه،پر دښمنانو د بریالیتوب  او پر مځکې دحکومت  کولو دلیل نه دی؛ دنړۍ مستضعفین  که دوی د ایمان او فضیلت دا دوه اصول راژوندي او یوځای نه کړي،نو دوی به حکومت ته ونه رسیږي.

هغه مهال چې ایماندار بندګان دغه ښه والی د ځان لپاره برابر کړي،خداوندمتعال هم دوي سره مرسته کوي،څو پر مځکې له حکومته د مستکبرانو لاسونه لنډ کړي او میراثدار حکومت شي.پردې اساس ډول ډول ښه والي او وړتیاؤ،د فاسدانو د حکومت نسکوریدا او دهغوي جانشینئ ته د مومنانو لاس رسی، یوازې په لوي الهی مرستې او له آل رسول څخه په ژغورونکي انقلاب  او ظهور سره شونی دی.

captcha