ایکنا نیوز د ایران د قرآن کریم د رسمی سیالیو د اطلاع رسونې د ویبسایټ له قوله راپور راکړ، د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلوییښتم پړاؤ د کمیټې د کاري ډلو اوکمیټې د مسئولانو غونډه ترسره شوې او ځيني فیصلې پکې شوي دي.
ددغې غونډې په پيل کې د اوقافو او دخیریه چارو د ادارې دقرآني چارو د مرکز مشر حمید مجیدي مهر په یولړ څرګنونو کې له ۱۳۶۰لمریز کال څخه تراوسه پورې د قرآن د سیایو د ترسره کیدا دوام ته په اشارې سره ووئیل،ددغو سیالیو په اوږدو کې درستې سیالۍ د مسئولانو په همت او د خلکو په ولولناک شتون سره په ښه اندازسره ترسره شوي او دغه لاره هماغه شان دوام لري.
د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د سیاست جوړونکي شورا مشر عباس سلیمي هم په یولړ څرګندونو کې د مختلفو کمیټیو د غړو ترمینځّ د دندو ویش او منظمونې څخه موخه د قرآن د سیایو د بې نقصه او یا په کمو تیروتنو سره ترسره کیدا وبلله او وې وئیل، ددغو سیالیو ټوله خدمت کونکی برخې چې ددغو سیالیو دترسره کولو په زمینې کې فعالیت کوي، باید له یوه بل سره مرسته وکړي او البته ددغو سیالیو لومړنۍ لومړیتوب ، دامنیت ټینګول دي ،پلټنې له دې اړخه ضروري دي او بل مهم ټکی ، د وخت پيژندنه ده چې د کار یو امتیاز به وي.
هغه زیاته کړه ،غوره ده د مختلفو هیواونو د دعوت کونکو لپاره په سیالیو کې پر ګډون سربیره،مختلف ډول ډول پروګرامونه په نظر کې ونیول شي،دغه کار د سیالیو معرفت او ولوله او پرتم نوره هم زیاتوي.
https://iqna.ir/fa/news/4199232