IQNA

په رفح کیمپونو کې فلسطینۍ انجونې د قرآن دامن په پناه کې (فیلم او انځورونه)

15:38 - January 21, 2024
د خبر لمبر: 3488600
ایکنا- فلسطیني ماشومان د کډوالۍ له شرائطو  سره سره ، هماغه شان د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار په کیمپونو کې د قرآن کریم زده کړو ته دوام ورکوي.ایکنا د العربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د طوفان الاقصی   دعملیاتو یعني د اکتوبر له اومې نیټې څخه په غزې تړانګې د صهونیستي  جنایتکار رژيم د دوامدارو  تیریوپه وړاندې له ځان ه د محافظت لباره یو شمیر ماشومان ، له خپلو کورنیو سره یو ځای یوه مدرسې ته پناه وړې ده.

 دهغو انجونو خپرۀ شوي  انځورونه ښئ  چې  د رفح په یوه کیمپ کې  د په شهامت سره په هغو سختو شرائطو کې  چې پکې ژوند کوي، د قرآن کریم په حفظ او زده کولو بوخت دي .

په هریوه کیمپ کې  او په داسې شرائطو کې  چې دغزې درست ښونځیي بمباران او دهغو د درس کلاسونه چټي شوي دي،د فلسطین  ویاړمنو کسانو پخپلې خوښې سره د قرآن کریم د حفظ او زده کړې لپاره یوه خیمه یا کوټګئ ځان ته مخصوصه کړې  او دغه خیمې یا کوټګئ د ټولو عمر لرونکو  په تیره بیا د ماشومانو او میرمنو  له خوا د قرآن کریم د  حفظ لپاره  له اوڅاره هرکلیو سره مخ شوي دي .

 

 

د فلسطینیو چارواکو او د ملګروملتو د مسئولانو له خوا د خپرو شوو اطلاعاتو په اساس،په تیرو درو میاشتو کې د صهیونیسټي وحشي رژیم بې آ مانه حملې د غزې تړانګې د د ټولې آبادۍ دڅه دپاسه ۸۵فیصدي آبادۍد کډوالیدا سبب شوي  چې ښئ  تر وروستیو پوررې یو اعشاره نهه میلیون کسان کډه په سر شوي دي .

 

https://iqna.ir/fa/news/4195046

captcha