IQNA

د فلسطینیو کډوالو ماشومان د قرآن د حفظ په مرکزونو کې (فیلم+انځورونه)

11:01 - January 20, 2024
د خبر لمبر: 3488593
ایکنا-په غزې تړانګې کې په واقع رفح ښآر کې په قدس کیمپ کې دقرآن کریم د حفظ او تلاؤت په مرکزونو کې د فلسطینیو کډوالو دماشومانو شتون د اجتماعی چینلونو له زیات  او پراخ هرکلی سره مخ شوی دی.

ایکنا نیوز د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړو، داجتماعی چینلونو ډیری کارؤنکو د فح ښار په قدس کیمپ کې د قرآڼ دلوستونکو فلسطینیو ماشومانو ډير انځورونه خپره کړي دي. داپه داسې حال کې دي چې د وحشي نیواکګرو صهونیسټانو له خوا په غزې تړانګې بمبارۍ او بې آمانه حملې هماغه راز دوام لري.

په خپرو شوو انځورونو ا و فیلمونو کې دغزې تړانګې په جنوب کې د فح ښار په قدس موقته کیمپ کې  د قران د حفظ په مرکزوننو کې ماشومان شتون لري، په مختلفو عمرونو کې انجونې او هلکان  دق رآن کریم په تلاؤت بوخت دي او معلمان ئې هم په سم ډول د هغوي لارښونې کوي.

په غزې تړانګې کې د وحشی صهیونیسټي رژيم  په ضد په مختلفو هیوادونو کې له پراخو اعتراضونو سره سره ، دغه حملې هماغه شان دوام لري او تراوسه پورې په دغو وحشي ډوله او بې آمانه حملو کې څه دپاسه څلورویشت زره فلسطینیان شهیدان شوي چې  زیاتره برخه ئې ماشومان او ښځې دي  او دغه راز په دغو جنایتونو کې  څه دپاسه دوه شپیته زره کسان ټپيان شوي هم دي.

https://iqna.ir/fa/news/4194641

captcha