IQNA

د نبیانو  روزنیزه روده؛یوسف(ع)/39

د حضرت یوسف په داستان کې مشورې کول څومره اهمیّت لري؟

11:43 - December 17, 2023
د خبر لمبر: 3488432
ایکنانیوز- ټوله تیروتنې ،حتی وړې تیروتنې هم د انسان پرمختګ  چټک کوي. پر دې اساس په آسانۍ سره په هرډول شرائطو کې هره یوه فیصله نشی کیدلی. له دې امله مشوره یوازینۍ لاره ده چې انسان  دهغې په وسیله د تیروتنو احتمال کمولی شي.

یوه هغه تربیتي روده چې حضرت یوسف علیه السلام کارولې ،له عقلمندو سره  مشوره کول دي. مشوره په لغت کې د سمې فیصلې د راویستلو په معنا ده . یعنی دا چې انسان په هغو موقعو کې چې پخپله د یوه کار  په باب سم نظر نه لري  او نورو ته مراجعه کوي اوا دهغو نظر غواړي.

د انسان پرمختګ او بشپړتیا، دیوه بل  له آئيډیاؤ ااو تجروبو څخه استفاده او تعامل اوپه همفکرۍ مشتمله ده او که ټاکل شوي وي ، هر کس یوازې  پخپل ځان تکیه وکړي، او هیڅکله د نورو تجروبو ،وړاندیزونو او نظرونو څخه  استفاده ونه کړي ،نو په ډاډ سره وئيل کیدلی شی ، چې انسان به په هماغه  لومړنیو مرحلو کې او په ډيرې آسانۍ سره د کار په هماغه پیل کې پاتې راتللئ.پر دغو ټولو سربیره ، مشوره د هغه پراخ  او عام بهیر په معنا ده چې په ټولو پړاؤنو کې دټولو انسانانو لپاره مطرح ده ، خو اوسمهال کې ئې لمن لاپراخه شوې ده؛ځکه نوي ټيکنالوجۍ ، انسان له ډيرو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړی دی . په اوسنۍ نړۍ کې ژوند له مشورې او دیوه بل له  مشارکت او همفکرۍ پرته ممکن نه دی.

له دې امله حضرت امام علی علیه السلام فرمائي؛  مَنِ اسْتَبَدَّ بِرَأْيِهِ هَلَكَ وَ مَنْ شَاوَرَ الرِّجَالَ شَارَكَهَا فِي عُقُولِهَا ؛ هرڅوک پخپلې فیصلې بسنه کوي، هلاک کیږي او هرڅوک  مشوره کوي، د نورو له عقلونو سره شریک شو:  همداراز امام بزرګوار  په یوه بل ځاي کې فرمائي؛  مَا اسْتُنْبِطَ الصَّوَابُ بِمِثْلِ الْمُشَاوَرَة ؛  د حق او صواب لاره  په یوه ځاي کې هم له مشورې  لا ښه نه ترلاسه کیږي.

حضرت یوسف علیه السلام هم د یوه غوره الهي پیغمبر په توګه  او د نړۍ دی وه حاکم د بیلګې په توګه د خلکو په تربیت کې  له دغې عقلاني رودې استفاده کړې او  له عقلمندو سره په مشورې کې ئې پخپله ټاکونکي ونډه درلودلې ده چې یوه مثال ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

  هغه مهال چې حضرت یوسف(ع)یو ډير له رمز او رموزو ډګ خوب ویني  او په هماغه لومړني وخت کې له خپل پلار (حضرت یعقوب) غواړي چې د هغه لارښونه وکړي. ؛اذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ ؛  (په یاد ولره) کله چې  یوسف خپل پلار ته ووئيل،پلاره !ما په خوب کې ولیدل  چې یولس ستوري  او لمر او میاشت زما په وړاندې سجده کوي.: (یوسف: 4).

حضرت یعقوب (ع) چې د خوب په تعبیر پوهید، هغه ته ئې یوه حکیمانه سپارښتنې سره وفرمائيل؛ قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا  إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ ؛  یعقوب ووئيل، اې زویه ! خپل خوب دې خپلو وروڼو ته مه وایه ، چې  دتا لپاره (یوه خطرناکه )نقشه  انځوروي؛ ځکه چې  شیطان  دانسان ښکاره دښمن دی:: (یوسف: 5). 

پر دې اساس په روښانه ویل کیدلی شي چې  په تربیت کې د حضرت یوسف(ع)  لومړنی ګام   له عقلمندو او د فکر له خاوندانو سره مشروه  ده چې په روښانه توګه له یاد شوي آیت څخه ترلاسه کیږي.

captcha