IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛نوح(ع)/36

په تربیت او روزنې کې د دوام ضرورت

7:01 - November 23, 2023
د خبر لمبر: 3488315
ایکنا-(تهران) په دغوډير سختو شپو ورځو کې چې په هریوه کار کې بریالیتوب ډير زیات زحمت او زیار ته ااړتیا لري، د دوامدارو ځانګړنو او کارونو سسټماټيک کیدا په روزنې او تربیت او نورو چارو کې د بریالیتوب سبب کیږي.

 د ټولو کامیابو انسانانو مشترکه ځانګړنه، په کارونو کې وار دواره دوام درلودل دي ،تل پاتې ترسره کیدا او دوام  هماغه شان چې پخپله له لفظ څخه واضحه ده ،دوامدار کار  او زیار او پرله پسې ئې ترسره کول دي . د روزنیز له نظره یوه روده ، د هغو دوام او په دوامدار ډول ددغې چارې ترسره کیدا ده.

 د کار دوام او سسټماټيک کیدال پر روزنیزو چارو سربیره په نورو کارونو کې هم ډير مهم دي . په روزنیزې رودې کې ئې اهمیّت  له دې اړخه دی چې  د انسان د روزنې او هدایتولو لپاره د الهي پیغمبرانو او رسولانو د لیږلو موخه ده . نو ځکه اندازه او خوریدا  ئې باید په دوامدار ډول او همیشه  هر کار  دهغه پخپل ځائ کې ترسره شي.  که  کله بلنه وي  او کله هم نه وي، نو د بې غمئ او بې پآمۍ سبب به شي،داسې چې  دهغو بې ارزښتوالی ئې ښکاره کیږي.لکه ددغه الهي پیغمبر بلنه د خداوندمتعال  له خوا وه ،نو ډيره ارزښتمنه ده ،ځکه چې  د انسانانو  کمال او نیکمرغۍ ته رسیدا ده او حضرت نوح  علیه السلام  ددغې مهمې چارې  د دوام لپاره ډير ځانګړی اهمیّت ورکاوه  څو اول  خپله دنده د خداوندمتعال د حکم په وړاندې ترسره کړئ شي او دوهم  ددغې الهي بلنې لوړ مقام او ارزښت کم نشي.

حضرت نوح علیه السلام  چې یو اولوالعزم  پيغمبر او دعمر له پلوه تر ټولو لوی پیغمبر  دی، دغه ځانګړنه ئې درلوده او دقرآن کریم په آیتونو کې وینو چې هغه بزرګوار  دخپل قوم په هدایت شونې کې ئې خاص تعقیبونه درلوده.

حضرت نوح(ع) د هغې سورې په یوه آیت کې چې  د هغې په نامې سره نومول شوې  ده فرمائي؛  قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي لَيْلًا وَنَهَارًا فَلَمْ يَزِدْهُمْ دُعَائِي إِلَّا فِرَارًا وَإِنِّي كُلَّمَا دَعَوْتُهُمْ لِتَغْفِرَ لَهُمْ جَعَلُوا أَصَابِعَهُمْ فِي آذَانِهِمْ وَاسْتَغْشَوْا ثِيَابَهُمْ وَأَصَرُّوا وَاسْتَكْبَرُوا اسْتِكْبَارًا  ثُمَّ إِنِّي دَعَوْتُهُمْ جِهَارًا  ثُمَّ إِنِّي أَعْلَنْتُ لَهُمْ وَأَسْرَرْتُ لَهُمْ إِسْرَارًا ؛ وې وئيل، ائ پروردګاره! خپل هغه قوم ته مو شپه او ورځ (دتوحید دین ته ) بلنه ورکړه ،خو زما بلنه  یوازې د هغوي دتښتې سبب شوه، او  ما هرکله چې ورته بلنه ورکوله ،څو دوي  وبخښې ، نو خپلې ګوتې به ئې پخپلو غوږونو کې کیښودلې  او خپل سرونه به ئې په قالیو کې پټول او پر خپل انکار به ئې ټينګار کاوه او ډير زیات تکبر ئې وکړ. هغه مهال دوي  ته مو په ښکاره دعوت ورکړ، بیا مو دوي په ښکاره او په پټه راوغوښتل .:(د نوح سوره  ۵تا ۹ آیتونه)

هماغه شان چې لیدل کیږي،  دحضرت نوح علیه السلام  د دوامدارې هڅې او زیار او بیا بیا بلنه، دتربیت او روزنې اهمیّت او ارزښت ښئ .له دې اړخه  هغه بزګوار   په لومړي پړاؤ کې فرمائي ،ما شپه او ورځ  خپل قوم ته بلنه ورکړه  او بیا فرمائي ؛ دوي ته مو په ښکاره  د تا د دین بلنه ورکړه ، بیا مو دوی په پټه او ښکاره  دعوت کړل ،خو بیا ئې هم ایمان رانه وړ.

captcha