IQNA

د غزې له جنګه وروسته په امریکا کې له اسلامه د ویرونې پروسه زیاته شوې ده

16:15 - November 16, 2023
د خبر لمبر: 3488281
ایکنا-(واشنګټن) د فلسطین په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو او بې آمانه بمباریو پیلیدا راهسې،په امریکا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې  اړونده  چارې زیاتې شوي دي.

ایکنا د الحره له قوله راپور راکړ،د طوفان الاقصی عملیاتو له پیلیدا وخت راهسې او له دې وروسته په غزې د صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو په پیلیدا پسې په متحده ایالاتو کې له اسلامه د ویرونې د پروسې  موردونه زیات شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې د بشری حقوقو  څارونکي او موسیسې  د هغه اجتماعي بحران په نسبت چې د بدګمانۍ او بدبینۍ د ښکارندې یادونه ده،چې د ۲۰۰۱کال د ستمبر له یولسمې نیټې حملو پسې  د امریکائي مسلمانانو او عربانو په باب رامینځةشوې ده ،خبرداری ورکوي.

په همدې اساس،راپورونه، په امریکا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې سره اړونده موردونو په اوڅاره توګه د زیاتیدا  ښودنه کوي،امریکائي اسلامی  اړیکو شورا د اکتوبر له اومې نیټې څخه تر اوسه پور  د کار په ځاي کې د فلسطیینو ملاتړو  د کړولو او اذیت کیدا څه دپاسه دوه زره موردونه ثبت کړي دي .

د  امریکائي اسلامی شورا  اجرائي مدیر نهادعوض  په یولړ څرګند ونو کې ددې خبرې په کولوسره چې د مسلمانانو دکار په ځاي کې  له اسلامه د  ویرولو د پروسې د پيښو د بې مخینې زیاتیدا خبر ورکړی  او دا چې د شرکتونو مشران، هغه که خصوصي  وي او که دولتي ، له اسلامه د ویرونې د پروسې   ښکارندې په باب رول لري.

هغه زیاته کړې ده چې دغه ښکارنده په پوهنتونو نو پوهنځیو  حتی په روغتونونو  کې په اوڅاره توګه لیدل کیږي  او مسلمان کارکونکي ډير کړول کیږي او حتی  ممکنه ده له فلسطین څخه  دملاتړ په دلیل  له کاره هم وویستل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4182211

captcha