IQNA

اسلامی نړۍ دې د صهیونیسټ رژيم په ضد سره یو موټی شي

17:13 - November 01, 2023
د خبر لمبر: 3488204
ایکنا-(تهران)  د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې په غزې تړانګې کې د امریکایانو او صهیونیسټانو غمیزه رامینځةکونکی جنایتونه په تاریخ کې بې مخینې وبلل او  هغو سپکونکو میړنیو ټَکونو ته په اشارې سره ئې چې  دغزې د خلکو صبر او استقامت  د جعلی غاصب رژيم او دهغو د مستکبرو ملاتړو په حیثیّت او عزت باندې  کړي دي،ووئيل، که د امریکا بشپړ او هراړخیز ملاتړونه  او مرستې نه وي ، نو  خبیث صهیونیسټي رژيم به یوازې په څو ورځو کې فلج او شلَ شي اسلامی نړۍ باید له صهیونیسټي رژيم سره  داقتصادي ملګرتیاؤ په غوڅولو سره  ددغه رژيم په ضد سره یو موټی شي.

ایکنا نیوز د رهبرس د ستر مقام ددفتر له قوله راپور راکړؤ،د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی  سید علی خامنه اي نن سهار د زرګونو محصیلینو او زده کونکو په ولولناک ټول کې پخپلې وینا کې د ا یران له ملت سره  د امریکا  د پخوانۍ دښمنۍ ریښو ته په اشارې سره ،په غزې کې د امریکایانو او صهیونیسټان  د غمیزو رامینځةکونې په تاریخ کې بې مخینې وبللې  او  هغو سپکونکو سختو ګوزارونو ته په اشارې سره ئې چې  د غزې  دخلکو صبر او کلکې دریدا  او مقاومت  د جعلی صهیونیستي رژيم او دهغو مستکبرو ملاتړو په عزت او حیثیّت کړي دي،،وئيل، که  د امریکا هراړخیزې مرستې نه وي، نو صهیونیسټي رژيم  به یوازې په څو ورځو کې له پيښو وغورځول او په ګونډو شي. اسلامی نړۍ باید له دغه خبیث رژيم سره د اقتصادي ملګرتیاؤ په غوڅولو سره  ددغه رژیم په ضد سره یو موټی او متحده شی اوپه یوه خوله او لوړ غږ  او په غزې کې د جنایتونو رامینځةکونې او بمباریو په دریدا باندې په دباؤ اچولو سره ، د باطل له جبهې سره د حق د جبهې په دغې ډغرې کې  پخپلو مهمو دندو عمل وکړي.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د امریکا په مرستو دصهیونیسټانو تکیې ته په اشارې سره  ووئیل،که  دامریکا ملاتړ او وسلواله پشتیباني  نه وي، نو دروغجن ،فسادګر او حعلی صهیونیسټي رژیم په هماغه لومړنۍ اونۍ کې له مینځه  تللی ؤ ،پر دې اساس د غزې اوسني صهیونیسټي غمیزې  په حقیقت کې د امریکا په مرستو او لاس لرلو سره دي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  په تیرو درو اونیو کې د کابو څلور زره ماشومانو وژله  په تاریخ کې یو بې مخینې جنایت وباله او د غزې د  پیيښو په وړاندې چې  په حقیقت کې د حق ااو باطل، د  ایمان او استکبار د ډغرې میدان  دی، د اسلامی ات په هوښیارۍ اوخیرتیا باندې په ټينګار سره  ووئيل،  استکباري قدرت  په بمونو ،پوځي دباؤنو او غمیزو او جنایتونو سره پر مخ ځي،البته د ایمان قوت به په الهی مرستو اوتوفیق سره پر دوي ټولو غلبه وکړي.

دوي همداراز  دغزې د خلکو د صبر او استقامت د بریاؤ په بیانولو  سره ووئيل،، دمونږ زړونه د فلسطین په تیره بیا د غزې د مظلومو اوبې څوکه خلکو د مصیبتونو اوکړاؤنو په خاطر غمجن او له وینو ډک دي ، خو  صحنې ته په ژورې کتنې سره معلومیږي چې ددغه میدان بریالي دغزې او فلسطین خلک دي  چې توانیدلي دي ،یو لوي کار ترسره کړي..

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي همداراز د لویدیځوالو  له څيرې  د بشری حقوقو دددروغجنې  پَردې لیریکیدا و د هغوي رسوا کیدا د غزې د مظلوم ولس د صبر ، مقاومت او نه تسلیمیدا اغیزې وبللې او وې وئيل،د غزې مظلومو خلکو پخپل صبر سره  بشری وجدان په حرکت کې راوستی  دی. ټول ویني چې نن سبا هغه په لکونو خلک حتی د امریکااو لویدیځوالو  هیوادونو په واټونو کې ، د اسرائیلو په ضد  او په ډیرو موردونو کې دامریکا په ضد شعارونه ورکوي.

داسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز د نړۍ ددروغجنو  رسوا کیدا ته په اشارې سره ، د فلسطنینو مبارزانو ترهه ګر بلل ، د لویدیځي رسندویو او سیاستوالانو  د واقعي بې شرمئ  او ذلالت نښه وبلله او  دا پوښتنه ئې مطرح کړه،آیا هغه څوک چې  له خپل کور او وطنه دفاع  کوي، ترهه ګر دي ؟،آیا  هغو فرانسویانو چې په دوهم نړیوال جنګ کې په پاریس کې ئې له جرمنیانو سره مبارزه وکړه ،ترهه ګر وو؟هغه څرنګه  مبارز او د فراسنې ویاړ  دي ، خو  د حماس او  اسلامی جهاد ځوانان ترهه ګر؟

حضرت آيت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې ویناپه یوې بلې برخې کې  دنیواکګر رژیم د جنایتونو په مقابل کې د اسلامی دنیا دوه برابره توقع ته په اشارې سره  ووئیل؛ اسلامی هیوادونه او حکومتونه که  اوس له فلسطنیانو سره مرسته ونه کړي،نو د دفلسطین دښمن چې  په حقیقت کې د اسلام او انسانیّت دښمن دی ، پیاوړی کړی دی  او سبا به همدغه خطره دوی ګواښي.

داسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلې وینا په بلې برخې کې د لړم یا عقرب دمیاشتې د ۱۳ نیټې درو پیښو ته په اشارې سره  ووئيل،امریکایانو  په دوو مناسبتونو کې  دایران ملت ته ګوزار ورکړ، د ۱۳۴۳لمریزکال د لړم په دیارلسمه نیټه  چې د کپیټلیشن له سپيرې مسودې سره په سخت مخالفت کې  دحضرت امام خمینی  له راپورته کیدا وروسته ،یعني له هر ډول جنایت  او جرم له قضائي تعقیبونې څخه په ایران کې د امریکایانو په خوندیتوب پسې د ارواښاد امام کلک دریځ وروسته هغه جلاوطن کړئ شو او د ۱۳۵۷لمریزکال د لړم په ۱۳ نیټه چې په ایران کې د امریکا لاسپوڅي شاهنشاهي رژیم  دتهران دپوهنتون په وړاندې  یو شمیر  زده کونکي پخپلو وینو کې لیت پیت کړل. دوي وفرمائيل، البته په دریم مناسبت کې یعني د محصیلینو په لاس  د امریکا دسفارت نیول کیدا ،د ایران ملت امریکا ته سخت ګوزار ورکړ او  د سفارت  د پټو رازونو او سنددونو په ایشوا کیدا سره ئې په نړۍ کې د امریکا عزت  تار تار کړ.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود  د مختلفو مسئلو د پيژندلو او ورباندې د تحلیل لپاره  په هڅې او احساساتو  دځوان نسل پر بسنې نه کولو باندې په ټينګار سره  ووئيل، باید د اسلامی انقلاب  داصل ، مقدسې دفاع،  دشپیتمې لسیزې  په مختلفو مسئلو، د اویایمې لسیزې په اړوندوالو او ترینګلتیاؤ  او د اتیایمې او نویمې لسیزو مختلفو پیښو  په باب  هم تحلیلونه او سمې ارزونې وشي، د ایران له ملت سره د امریکا او استعماری او استکباري  قدرتونو ددښمنیو او دسیسه جوړونو ریښې رابرسیره شي او ټولو وربانې پوهه شي.

https://iqna.ir/fa/news/4179156/ 

captcha