د قرآن کریم یوسل دیارلسمه سوره ؛فلق؛نومیږي. دغه سوره په پنځو آيتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده.؛فلق؛ چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې شلمه سوره ده چې پر ګران پیمبر(ص) نازله شوې ده .
دغه سوره ؛فلق؛نومول شوې ، ځکه چې په لومړنی آیت کې دغه کلمه راغلې ده.فلق د سهار وختي یا هماغه سباؤن په معنا ده(یعنی د صبحې څرک). په لومړي آیت کې پيغمبراکرم(ص)ته حکم ورکوي چې خداي ته پناه یوسه؛ قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ: ووایه پناه وړم د صبحې څرک پروردګار ته::
؛فلق؛د یوه شي دڅیرلو په معنا او له یوه بل شي څخه د یوه شي جلا کول دي.لکه څنګه چې د صبحې سهار وختي د شپې تورتم څيرل کیږي ،دغه کلمه د صبحې د طلوع په معنا کارول شوې ده.
دغه حکم په دوهم آیت کې دوام مومي او پيغمبر اکرم(ص)ته فرمائي؛ من شر ما خلق: د هغه څه له شره چې پڼځول شوی دی: هغه څه چې په دغه آیت کې راغلي ، ددې په معنا نه دي چې دخداوندمتعال پنځون له شر اوبدۍ سره یو ځاي دی ،بلکې شر هغه مهال راولاړ کیږي چې مخلوقات دپنځون له قوانینومنحرف کیږي او له مشخصې لارې وځي.
په ورپسې ايت کې دغه حکم بشپړیږي؛ وَمِنْ شَرِّ غَاسِقٍ إِذَا وَقَبَ: او دهغه تورتم له شره چې خور وور شي:: ؛غاسق؛ د شپې د تورتم د پيلیدا او د هغه وخت په معنا دی چې د لمر وړانګې پټيږي. شپې تورتم ته د شر د نسبت ورکولو علت دا دی چې شپه پخپل تورتم سره د شر د رسولو امکان لازیاوي او انسان په شپې کې ددفاع لا کم قدرت لري،خو ځينی مفسران د ؛غاسق؛ کلمه د هر هغه شر په معنا ګڼي چې د انسان په لور راځي.
په دوام کې یوه بله خطره د انسان لپاره بیانوي؛ وَمِنْ شَرِّ النَّفَّاثَاتِ فِي الْعُقَدِ: او په غوټو کې د جادو یا پوو کولو له شره؛نفاثات؛ د خولې د لږو لاړو د تووکولو په معنا دي او لکه څنګه چې دغه کارپه پووکولو سره کیږي،؛نفاثات ؛ د پوو کولو په معنا هم دی.
ډيری مفسرینو ؛نفاثات؛ د ؛جادوګرو میرمنو ؛ په معنا تفسیر کړی دی .دوي ځیني جملې زمزمه کوي او په غوټو ئې پوو ک وي څو جادو وکړئ شي. البته یو شمیر مفسرانو هم دوي وسوسه ګر ګڼي چې په یوې بلې پسې د سړیو په غوږ کې په تیره بیا دخپلو خاوندانو په غوږونو کې ځينی خبرې کوي څو د سړیو فیصلې بدلې کړي.
هغه ترټولو وروستۍ خطره چې په دغې سورې کې د انسان لپاره بیان شوې ده، حسد د انسان یوه ترټولو بده او ځيږه ځانګړنه ده او د نورو شر اوبدیو ترڅنګ ددې راتلل ښئ چې څومره دانسان لپاره خطرناکه کیدلی شي.