ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې د اماراتو یو سوادګر او د الحبتور ګروپ بنسټګر خلف احمد الحبتور ویلي، چې په کابل کې طالبانو لسګونه هغه افغان زده کړیالانې د اماراتو له سفره ګرځولي، چې د ده په هڅو هغلته د زده کړو لپاره تلې.
هغه زیاتوي، چې د طالبانو دغه اقدام سخت ناهیلی کړی.
الحبتور ویلي، د دوبۍ د پوهنتون په مرسته يې دغو نجونو ته تحصیلي بورسیې برابر کړې وې.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې هم د یو شمېر نجونو او ښځو د یوازې سفر مخنیوی کړی او ویلي، وو چې دوی محرم نه درلود.
د طالبانو له واکمنېدو سره شاوخوا ۲ نیم میلیون نجونې له زده کړو محرومې شوي، چې له امله یې دوی په نړیواله او ملي کچه سختو نیوکو سره مخ دي.
طالبانو د ژوند په نورو برخو کې هم پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي دي.