IQNA

قرآن ته د سپکاوي پر وړاندې د نړۍ د سترو قاریانو غبرګون (فلم)

12:52 - August 24, 2023
د خبر لمبر: 3487843
ایکنا – (نړۍ) د اسلامي نړۍ ځینو سترو او نامتو قاریانو او استادانو په پیغامونو سره د قرآن وروستیو سپکاویو ته غبرګون ښودلی دی.

د ایکنا د راپور له مخې، د څوم ځل او په څو وروستیو اونیو کې، په سویډن کې د قرآن سوځوونکو، د دې هېواد د پولیسو په ملاتړ او په ستکهولم کې د اسلام پر ضد راټولیدنو لپاره د جواز ترلاسه کولو وروسته، قرآنکریم ته سپکاوی وکړ.

له دې پېښې وروسته د اسلامي نړۍ ځینو استادانو او قاریانو په دې تړاو نظر څرګند او دریځ غوره کړ چې په دوام کې د دوی ځیني دریځونه خپرېږي.

احمد احمد نعینع (د قرآنکریم قاري او نړیوال داور) له مصر څخه

خدای تعالی په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمايي:

بسم الله الرحمن الرحیم

«هُوَالَّذی اَرسَلَ رَسولَه بالهُدی وَ دین الحَقّ لیُظهرَه عَلَی الدّین کُلّه وَ کَفی بالله شَهیدًا محمد رسول الله» (فتح /۲۷ و ۲۸)

سلام دې وي پر تا اې د خدای رسوله او اې زموږ مولا! اې د الهي غوره خلق کړی شوی! اې هغه څوک چې خدای تاسو د جهانونو رحمت ولېږلئ او تاسو یې لارښوونکي کړلئ.

ستا یاران او پیروان حق و امنیت او هوساینې او ورورۍ ته بلنه کوي په هغه نړۍ کې چې دوی یوازې د ځواک او تاوتریخوالي ژبه پېژني.

د اسلام رسالت، د محبت او ورورۍ رسالت دی، د کینه کوونکو او ناخبرو له کینې سره سره او دا اسلام مبارک دین د حقانیت له امله دی؛ هغه دین چې خدای تعالی، د هغه او د هغه د کتاب د ساتنې ضمانت یې کړی او په دې اړه یې داسې فرمایلي دي: «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ» (حجر /۹) او له بې لارې استهزا کوونکو سره یې داسې ژمنه کړې:«انّا کَفَینکَ المُستَهزءینَ» (حجر/۹۵)

او په دوام سره د قرآن د قاریانو څرګندونې او نظرونه په ترتیب سره په لاندې فلم کې وګورئ:

حمیدرضا مستفید ( څېړونکی او د قرآنکریم نړیوال داور) له ایران څخه

 عادل خلیل (د قرآنکریم نړیوال داور) له لبنان څخه

طه عبدالوهاب (د قرآنکریم نړیوال داور) له مصر څخه

رضوان درویش (مبتهل او د قرآنکریم نړیوال داور) له سوریې څخه

سیدمحسن موسوي بلده (د قرآنکریم نړیوال داور) له ایران څخه

علي الصّفّار کربلایي (د قرآن کریم څېړونکی) له عراق څخه

عبدالفتاح طاروطي (د قرآنکریم قاري او نړیوال داور) له مصر څخه

سید صداقت علي (د قرآنکریم نړیوال داور) له پاکستان څخه

مهدي دغاغله (د قرآنکریم نړیوال داور) له ایران څخه

رافع العامري (د قرآنکریم نړیوال داور) له عراق څخه

علي الزاهدي (د قرآن کریم څېړونکی) له آسټرالیا څخه

عبدالناصر حَرَک (د قرآنکریم نړیوال قاري) له مصر څخه

محمدحسین اکبر (د قرآن کریم څېړونکی) له پاکستان څخه

خیرالدین الهادي (د قرآنکریم نړیوال داور) له عراق څخه

امانالله احمدی (د قرآنکریم نړیوال داور) له افغانستان څخه

https://iqna.ir/fa/news/4164243   

captcha