ایکنا د المنار په حواله خبر ورکوي چې، د بیروت په سویلي سیمو او د صور ښارونو، د البقاع ولایت په الهرمل او د لبنان په نورو سیمو کې د زمري ۷مه نېټه چې د حسیني عاشورا له ورځې سره برابره ده. دغه هېواد د اهل بیت (ع) د زرګونو مینوالو د ستر ماتم صحنه ده.
د بیروت په برخو کې هم د حزب الله د عمومي منشي د بلنې په غبرګون کې په داسې حال کې چې په لومړي کتار کې د ماتم کوونکو په لاسونو کې قرآنکریم پورته شوی وو، ماتم کوونکو د لبیک یا قرآن او لبیک یا حسین نعرې ووهلې.