IQNA

د نبیانو روزنیزه روده؛موسی(ع)/14

هغه امیدونه چې حضرت موسی (ع)ژوندي کړل

8:39 - July 19, 2023
د خبر لمبر: 3487650
ایکنا-(تهران) د حضرت موسی(ع) روزنیزې رودې په تیره بیا په مخاطب کې د امید  رامینځةکول ، دهغه د وروسته نسلونو د روزونکو یا مربیانو د لارې مشال دی .

یوه هغه روزنزیه روده چې لامل کیږي  انسان  دخپل باطن تربیّت کونې ته ګروهمن شي او دغه ګروهنه دهغه په کارونو اغیزې وشیندي، په روزونکي  کې امید او هله رامینځةکوي.په هغه ځای کې امید رامینځةکیږي چې  انسان  په راتلونکي کې د خیر خبرې د پيښیدا ممکنه ګڼي او یو ډول ورته په تمه وي. هغه څه چې  د یوه ټکي په کارونې سره پوهیدلی شي،دا دی چې امید،په هغې زمانې کې د حالاتو د ښه کیدا هیله ده چې  دحالاتو د نه ښه کیدا ویره موجوده وي.

خداوندمتعال  چې ترټولو لوي او ترټولو ښه روزونکی دی ،له دغې رودې څخه ئې په قرآن کریم کې استفاده کړې ده  او فرمائي؛،إِنْ تَجْتَنِبُوا کَبائِرَ ما تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُکَفِّرْ عَنْکُمْ سَیِّئاتِکُمْ وَ نُدْخِلْکُمْ مُدْخَلاً کَریما؛ که هغه لولو ګناهانو څخه چې ورڅخه منع کړئ شوي یاست ډډه وکړئ ،نو د تاسو  واړې ګناهانې پټوم ،او تاسو ښه ځائيګی ته واردووو::( د نساء سوره -۳۱)

خدای تعالی د قرآن کریم په ځینوآیتونو کې د امید په رامینځةکونکي ردودې سره هڅه کوي، خپل رحمت د انسانانو شامل حال کړي یعني پر انسانانو خپل رحم ولوروي او په دې وسیلې سره هغوي هدایتوي. همداشان دخداوندمتعال صفتونو ته توجه چې په قرآن کریم کې په کرتو  ورته اشاره شوې ده ، دانسانانو په زړونو کې دامید اوهیلې د رامینځةکیدا  لامل کیږي، د غفار الذنوب(دګناهانو بخښونکي)،رحمن(رحم کونکي)،رحیم(مهربان)،تواب(ډیر توبه منونکي)په څیر  صفتونه.

حضرت موسی(ع) چې د خدای پیغام راوړونکی دی،هم له دغې رودې استفاده کړې ده.

  • په صبرکونکو کې دامید رامینځةکیدا

کله چې فرعون  د ټولو پيداکیدونکو زامنو د وژلو او د انجونو د ژوندي ساتلو په باب فیصله اعلان کړه ، نو پربنی اسرائيلو ډير زیات ویرې او وحشت سیوری وغوړوه او ډير اندیښمن شول . حضرت موسی(ع) په اغیز شیندونکی او منطقي  خبرې کولو سره د هغوي په زړنو کې  دامید تخم وپاښه.

«قالَ مُوسى لِقَوْمِهِ اسْتَعینُوا بِاللهِ وَ اصْبِرُوا إِنَّ الْأَرْضَ لِلّهِ یُورِثُها مَنْ یَشاءُ مِنْ عِبادِهِ وَ الْعاقِبَةُ لِلْمُتَّقین؛ موسی خپل قومته ووئيل،له خدایه مرسته وغواړئ او استقامت  او صبر ته مخه کړئ،چې مځکه له خداي لَره ده او دا  چې خپل هر یوه بنده ته وغواړي ورکوی ئې ،او د پرهیزګارانو لپاره ښه انجام دی :::( اعراف سوره – ۱۲۸).

 او په قرآن کریم کې د بنی اسرائيلو حکایت  ښئ چې دوي  په لارښونو عمل وکړ او صبر ئې غوره کړ تر دې چې الهي وعده پوره شوه.

 ۲  په کړیدلو کې د امید رامینځةکیدا؛

 بنی اسرائيل چې د فرعون د کړونې او اذیت کونې په وړاندې ډير ستړي شوي وو، داسې چې موسی (ع) ته ئې ووئيل، قاالُوا أُوذِينَا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِيَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا قَالَ عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ؛ وې وئيل، له دې مخکې چې د ما په لور راشئ کړاؤ مو ولید،(همدااوس)،پس د تا له راتلو وروسته هم کړیږو!(دغه  کړاؤنه به کله ختمیږي.؟)وې وئيل امید دی دتاسو  پروردګار دتاسو دښمن هلاک کړی او تاسو(دوي) په مځکه جانشین کړي ،  او وویني څرنګه عمل کوئ.(اعراف سوره -۱۲۹).

حضرت موسی (ع) د فروعونیانو نابودۍ او د بنی   اسرائيلو قدرت ته رسیدا په اشارې سره  هغوي امیدوار کړل چې  دغه پيښې به ډير زررامینځةشي.

captcha