IQNA

په اسپانیا کې د مسلمانانو لوي چیلنچ د عبادتځایونو کمښت دی

7:13 - June 28, 2023
د خبر لمبر: 3487544
د  اسپانیا مسلمان لږکی په دغه هیواد کې د جوماتونو او اسلامی مرکزونو له کمښته کړیږی او  مرکزي حکومت او  ښارونو شورا ګانې هم  دمسلمانانو ل حدنی حقوقو هیڅ ډول ملاتړ نه کوي.

ایکنا د العربی الجدید له قوله راپور راکړ، د اسپانیا د پام وړ مسلمان لږکی  دخپل دین په آزدۍ سره داجرا جوګه نه دی . په دغه هیواد کې د ښار شوراګانې  د جوماتونو دجوړولو د مجوز په صادریدا سترګې پټوي او په اسپانیا کې له اسلامه د ویرولو  د پروسې پراختیا  مسلمانو ټولنه  په حاشیې کې دژوند کولو ته  مجبوره کړي دي.

    په اسپانیا کې د ډيرو جوماتونو په شان ،په سانتاکولوما کې د توبا جومات د هغه مقدس ځاي په شان نه دی چې باید وي،څو  کلبې ، د عبادت فضا جوړوي چې  ددغه ځاي مسئول  عمر مجدي  شرمیږی   دغه ځاي جومات ونوموي . هغه وائي، دا  جومات نه دی،د اسپانیا خلک  له هر هغه جوماته چې ئې ویني ، ویریږی،مونږ ټول دوي ترهه ګرګڼي.

د سانتا کولوما ډي جرمینا مسلمانه ټولنه وروسته له  چې دوی په ۲۰۰۴ کال کې  ئې هڅه وکړه د ښار په مرکز کې  یو  کوچني جومات  افتتاح کړي  دغه وضعیّت ته ورسیدل . که څه هم دغه نوښت د هغو ټولو قوانینو او مقرراتو په رعایتولو سره چې د ښار شورا  د عبادت د ځایونو دجوړولو لپاره رامینځةکړي،ترسره کړي دي،خو د ګاونډیانو له سخت غبرګون سره مخ شو. د لمانځه  د ګډوډولو، د جومات دتړل کیدا لپاره د لاسلیک  د غونډولو  او د لمونځ ګوزارو د کړولولپاره اعتراضیه مظاهرو ښاروال مداخلت ته مجبوره کړ، خو  ګاونډیان له اعتراضه لاس په سر نه شول.

په نهایت کې ښاروال  په یوې لیرې پراتې سیمې کې څو آلونکه مځکه مسلمانانو ته ورکړه او له دوي ئې وغوښتل څو  تر هغه مهال چې کومه حل لاره موندل شوي نه وي، دلته منتقل شي. نولس کاله وروسته ، د  کولوما سانتا مسلمان ښاریز  دمانسب عبادت د فضا له درلودلو پرته باقي پاتې دي  او  دا یو خاص مورد نه دی.

د اسپانیا د اساسی قانون شپاړسمه ماده  وائي،د ټولنو او خلکو مذهبی اوعقیدتي آزادي له کوم خنډ او محدودیّت پرته تضمینیږی. د عبادت د ځایونو د چارو او حقوقو  ساتل  د سیمې دحکومتونو په صلاحیّت کې دي. خو دوي هم پخپل وار  موضوع د ښار شوراګانو ته سپاري چې خپل سیاسی ماهیّت ته په پام سره  د جوماتونو د جوړیدا  د مخنیوي لپاره قانون جوړوي.

د اسپانیا د پریمیاډی مار ساحلی ښار اوسیدونکي وائي ، چې  ددغه ښار د مسلمانانو ټولنې څرنګه  پنځلس کاله مخکې  د  خپل جومات د جوړولو لپاره یو ځاي واخست . خو  پنځلس کاله کیږي چې  د ګاونډیانو او د ښار دشورا  د غبرګون په دلیل چې باؤري دي ،ددینی حقوقو دفاع د دوي لومړیتوب نه دی،هیڅکله هم  نه دي توانیدلي ورڅخه استفاده وکړي.

دوي وائي ، په اسپانیا کې حتی که  له قانون پيروي وکړې ، نو بیا هم باید د جومات د جوړولو لپاره د انجنئيرانو او معمارانو تائيد اونهائي مجوز ولرې.حتی که  د ښار دشورا تائيد ولرل شي ،نو بیاهم باید ګاونډیان هم راضي وي.

https://iqna.ir/fa/news/4150763 

captcha