IQNA

 قرآنی شخصیّتونه/38

زکریا پيغمبر د عیسی مسیح ترټولو لوي او لومړنی ملاتړی

7:18 - April 26, 2023
د خبر لمبر: 3487241
ایکنا-(تهران) د عیسی مسیح له زیږیدا وروسته د بنی اسرائيلو ډيری لویانو ،پادریانو او کاهنانوپه حضرت مریم(س)نانسم تورونه ولګول، خو زکریا حضرت مریّم تائيد کړه او وئيل کیدلی شی، هغه لومړنی کس  دی چې له عیسی مسیحه ئې ملاتړ وکړ.

حضرت زکریا علیه السلام  دبین اسرائيلو یو پیغمبر دی. هغه د بیت المقدس د راهبانو او خادمانو مشر ؤ او  خلک  ئې د حضرت موسی علیه السلام دین ته بلل.

د حضرت زکریا په نَسَب  کې د نظر اختلاف موجود دی ، یو شمیر هغه د حضرت یعقوب(س)د زوي لاوي له نسله  د برخیا زوی ګڼلی دی او ځینو نورو هم هغه د  حضرت موسی(س)  له پنځم نسل سره نسبت وکړی دی. یو شمیر نو هم وائي ، هغه په پنځلسم نسل سره (د مور له پلوه) حضرت سلیمان (س) ته رسیږي.

دحضرت زکریا پلار برخیا،د یهودیانو یو بزرګ ؤچې په فلسطین کې ئې ژوند کاوهّ. د زکریا کسب نجاری یا ترکاڼي بلل شوې ده. د هغه ماندنه ،؛الیزابت؛  د حضرت مریّم (س) خاله یا ترور وه.

په بني اسرائيلو کې ، دوې مشهورې  خوئيندې  وې ، د یوې نامه حَنه  وه او بله  هم اشیاع (الیزابت) وه . زکریا پیغمبر  له اشیاع خواستګاری وکړه او عمران چې د بنی اسرائيلو یو لوي پآدری  یا راهب ؤ، له حَنه څخه  خواستګاری وکړه  او بلاخره حضرت زکریا  او عمران د  یوه بل باجناغ یا  سنډو شول.له دې وروسته چې عمران له دنیا سترګې پټې کړې، دهغه لور مریّم(س) وزږیده او زکریا د مریم سرپرستي په غاړه واخسته.

زکریا او الیزابت بچیان نه شول زیږولی،خو په بوډاتوب کې او له خداوند څخه د زکریا له غوښتې وروسته ،دوي د یوه بچي خاوندان شول چې دخدای تعالی له خوا ئې نامه ؛یحیی؛ کیښودل شوه .

 زکریا د حضرت عیسی علیه السلام له زیږیدا وروسته د حضرت مریّم یو ملاتړی او پلوی ؤ .  کله چې یهودی پادریانو په حضرت مریم(س)تور ورلګوه ،نو زکریا  ټول  تورونه رد کړل او دمریم بی بی پاکوالئ ئې تائيد کړ. په عین حال کې ځینو کسانو هڅه وکړه ،زکریا ووژني.

زکریا چې  دهغوي له موخې خبر شوی ؤ ،نو وتښتید او په یوې وَنې کې پټ شو . هغه ډله چې په زکریا پسې وه، د زکریا دپټيدا ځاي ئې وموند او وَنه ئې په تبر   او آرې سره ټوټه ټوټه کړه .څو زکریا دغه شان ووژني.

د زکریا نامه پّ قرآن کریم کې او په مریّم،آل عمران،انعام او انبیاء سورو کې  اوه ځله راغلې ده.مسیحیان هم د مسلمانانو په شان د زکریا په پیغمبرۍ  اعتقاد لري، خو یهودیان د هغه دپيغمبرۍ انکار کوي . د لوقاپه انجیل کې  زکریا  د الهي احکامو اجرا کونکی ،او یو صادق یهودي کاهن یا پآدری معرفي شوی دی.

د حضرت زکریا عمر یو سل پنځلس کاله ذکر شوی دی.  دحضرت زکریا د دفن ځای بیت المقدس بلل شوی دی. که څه هم دپه سورئې کې په حلب کې یوې مقبرې له زکریا سره نسبت ورکړل شوی دی.  

captcha