ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان ولسمشر عارف علوي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د اړیکو ټینګیدل د اسلامي نړۍ د مشکلاتو حل کونکی او د ستاینې وړ اقدام دی.
هغه په اسلام اباد کښې د « اسلام د پیغام» په پینځمې نړیوالې غونډې کښې په دې خبرې سره چې د نړۍ او د سیمې هیوادونو په پراخه سویه د ایران او د عربستان د اړیکو په رسمي ډول د پیلیدا هرکلی وکړ او هغه د مسلمانانو مخ ته په پراتو چیلنجونو باندې د غور لپاره په یوې بیلګې بدلې شوې وویل دغه بدلون په خپلو مسائیلو باندې د غور کولو لپاره د اسلامي دنیا لاره پرانیستونکی دی.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي په نیواکي فلسطین(اسرائیلو) کښې د حالاتو خرابیدل او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو باندې بریدونه هم د نړۍ د مسلمانانو د اندیښنې او د غم سبب وبلل او په نړۍ کښې د مسلمانانو پرضد د توپیر او په هند براعظمګي کښې د مسلمانانو د ځپلو او د هغوې د حالت په هکله یې هم اندیښنه څرګنده کړه.