IQNA

عربستان ته د سفر لپاره بلنې ته د اسلامي ایران ولسمشر مثبت ځواب ورکړ

16:43 - April 03, 2023
د خبر لمبر: 3487130
ایکنا-(تهران)  د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد مخبر له مهر خبري آژانس سره په مرکه کې وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي اصلي تګلاره له ایران سره د سیمې د هېوادونو د اړیکو نرمول او ښه کول ده.

 د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی

مخبر همدغه راز د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر ته له یوبل سره د لیدنې او خبرو په موخه د سعودي عربستان د پادشاه د بلنې په باب هم خبر ورکړ او وويل چې ملک سلمان رئیسي ته بلنه ورکړې چې دغه بلنې ته مثبت ځواب ورکړل شو.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130574

captcha