IQNA

د ایران د ملت د هوډ په مقابل کې ددښمن ترکیبی جنګ ماته خوړلې ده

0:09 - March 04, 2023
د خبر لمبر: 3486985
ایکنا-(تهران)د  ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دښمنانو د ولس په ضد ترکیبی جنګ ته مخه کړې وووئيل، دایران دملت کلک هوډ  ددښمناو درستې حربې او آوزارونه ناکام کړي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زده کونکو او د هغوي د کورنیو ترمینځ  دسټریس او خپګان د رامینځةکولو لپاره ددښمن رسندوي جنګ ته په اشارې سره ووئيل، په ښونځيو کې رامینځةشوي موضوع کې د کورنیو چارو او اطلاعاتو  وزیران مامور کړئ شوي څو په  لومړي وخت کې دغه پیښه تعقیب کړي اوبشپړ راپور ولس ته  وړاندې کړي.

د  ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې د ایران دښمنانو د ولس په ضد ترکیبی جنګ ته مخه کړې وووئيل، دایران دملت کلک هوډ  ددښمناو درستې حربې او آوزارونه ناکام کړي دي.

ایران پریس خبری آژانس  راپور ورکړ،د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د ایران د جنوب بوشهر  ولایت د  دشتي ولسوالۍ د خلکو په ټول کې ددې خبرې په کولوسره  چې اوس هغه څه چې د ایران ملت  ورڅخه برخمن دی ، خپلواکي ،آزادۍ او هغه نظام دی چې د ولس پر رایو او دینی ولسواکۍ مشتمل دی زیاته کړه،د ایران ولس په مختلفو ډګرونو کې د ؛مونږ کولی شو؛شعار اجرا کړی  دی  او په کلک هوډ او ارادې سره په عزت او خپلواکۍ پسې دی.

ابراهیم ریئسي  ددې خبرې په کولو سره چې د ملت قدرت  اته کلن جنګ او بندیزونه او ګواښونه ناکام کړي دي او نړیوال استکبار ئې حک بک پاتې کړی دی،روښانه کړه،په اقتصادي او پوځي حوزو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پرمختګ ګاډي د درولو په موخې سره  ددښمن ترکیبی جنګ  ماته خوړلې ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زده کونکو او د هغوي د کورنیو ترمینځ  دسټریس او خپګان د رامینځةکولو لپاره ددښمن رسندوي جنګ ته په اشارې سره ووئيل، په ښونځيو کې رامینځةشوي موضوع کې د کورنیو چارو او اطلاعاتو  وزیران مامور کړئ شوي څو په  لومړي وخت کې دغه پیښه تعقیب کړي اوبشپړ راپور ولس ته  وړاندې کړي.

په وروستیو شپو ورځو کې د  ایران په ځینو ښارونو  کې دښونځيو یو شمیر زده کونکي له مسمومیّت سره مخ شوي دي چې تخصصي او ارزونکي ډلې ددغه مسمومیّت د پيښې د علت په ارزونې بوختې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128904

captcha