IQNA

د شعبان مبارکې میاشتې اعمال، په روژې ساتنې سره د پیغمبر(ص)ملګرتیا

7:03 - February 22, 2023
د خبر لمبر: 3486935
 ایکنا-(تهران)روژه،استغفارکول، او صدقه ورکول د شعبان د مبارکې میاشتې چې د پیغمبر میاشت ده،ترټولو غوره سپارښتنې دي. همداراز سپارښتنه شوې چې هره ورځ د  «اسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَ أَسْأَلُهُ التَّوْبَهَ» ذکر وکړل شي.

ایکناخبری آژانس راپورراکړ،د کب دمیاشتې له دریمې نیټې یعني سر له نن چارشنبې ورځې څخه، دشعبان المعظم مبارکه میاشت ،یعني دپیغمبر اکرم میاشت پیلیږي. په یوه روایت کې راغلي دي،پیغمبر(ص) کله  چې د شعبان میاشت ولیدله،نو حکم ئې ورکړ،څوک په درستې مدینې کې دا غږ پورته کړي، چې ؛ ائ خلکو! دغه میاشت د ما میاشت ده ،خداي دې رحمت وکړي پر هغه چا چې څوک  د ما په میاشت کې له ما سره  ملګرتیا وکړي، یعني په دغو ورځو کې روژه وساتي.::

د شعبان دمبارکې میاشتې پیل، د شعبانیه اخترونو،یعني د حضرت زینب کبری(ع) حضرت امام حسین(َع)،حضرت ابوالفضل العباس(ع)حضرت امام زین العابدین(ع) او د عالم بشریّت دژغورنکي حضرت امام مهدي(عج) نیکمرغه میلاد  د رارسیدا ځيری  دی. ددغې بزرګوارې میاشتې لپاره  چې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدا ځیری هم دی،ځینی مستحب اعمالو سپارښتنه شوې ده څو اسنان  ځان د روژې مبارکې میاشتې ته د رسیدا لپاره تیار کړي.

د شعبان دمبارکې میاشتې د هرې ورځې مشترک اعمال اویا ځل، د   «اسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَ أَسْأَلُهُ التَّوْبَهَ» وئيل دي. همداراز هره ورځ  اویا ځل ووائۍ،:  : «أَسْتَغْفِرُ اللَّهَ الَّذِی لا إِلَهَ إِلا هُوَ الرَّحْمَنُ الرَّحِیمُ الْحَیُّ الْقَیُّومُ وَ أَتُوبُ إِلَیْهِ»  او دغه راز له هغو روایتونو استفاده کیږي چې په دغې میاشتې کې تر ټولوښه ذکر و دعاګانې  استعفار  کول دي او هرڅوک  چې ددغې میاشتې هره ورځ اویا ځله استغفار وکړي،نو داسې دی لکه چې  په نورو میاشتو کې  ئې  زر ځله استغفار  کړی ؤ.

صدقه ورکول هم د شعبان دمبارکې میاشتې په شپو ورځو کې یوه بله سپارښتنه ده . په دغې میاشتې کې صدقه ورکول  سبب کیږي، حق تعالی د صدقه ورکونکي انسان بدن  د جهنم پر اور حرام کوي.

 په دغې میاشتې کې د روژې دساتلو ډيره سپارښتنه شوې ده. له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه پوښتنه وشوه،؛یابن رسول الله، څوک چې  دشعبان یوه ورځ روژه وساتي ، څومره ثواب لري؟ هغه بزرګوار وفرمائيل؛ په خداي قسم،د هغه جایزه  او انعام جنت دی :

د شعبان مبارکې میاشتې د ټولو شپو ورځو یو بل مشترک عمل  زر ځله  د : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ وَ لا نَعْبُدُ إِلا إِیَّاهُ مُخْلِصِینَ لَهُ الدِّینَ وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ :: ذکر کول دي  دغه راز په دغې میاشتې کې ډير زیات صلوات استول هم ډير زیات ثواب لري.  

https://iqna.ir/fa/news/4123436

 

captcha