ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د کولالامپور د جوماتونو ښکلي معماري له دې ورتیر چې کتونکی د کوم دین او مذهب وي، نظر ئې ځان ته جلبوي. دغه جوماتونه نه یوازې د مسلمانانو لپاره د عبادت او زده کړې ځایونه دي،بلکې د ملایشیاوالود ټوریزم د صنعت یوه برخه ده او د ټوریزم یوه په زړه پورې جاذبه شمیرل کیږی.د ملایشیا د سترو جوماتونو یوه بل مهم خصوصیّت ،ددوي ماډرن جوړښتونه او له ژواک چاپيریال سره ددغو عبادي ځایونو د سمون خوړل دي.
د ؛توانکو میزان زین العابدین؛په نامې سره نقره اي رنګه جومات چې په ؛وسپنیز جومات ؛هم پيژندل کیږي،په ۲۰۰۴کال کې د کوالالامپور په جنوب کې په واقع پوتراجایا سین دپاسه ،له جرمني او چیني معمارۍ سټایل سره جوړ او له پنځو کلونوکارونو او جوړولو وروسته په ۲۰۰۹کال کې بشپړ او افتتاح شوی دی .لکه څنګه چې دغه جومات د سین یا جهیل په اوبو سره احاطه شوی،شاوخوا کې ئې یوه ډيره په زړه پورې شنه فضا خوره شوي چې هر کتونکي نظر ځان ته جلبوي او د اوبو د پاسه ددغه نقره ای رنګه انځور منعکس کیدا ،د جومات ښکلا په تیره بیا د سهار لمر د راختو او د لمر د لویدو په وخت دوه چنده کړې ده.
د توانکو میزان زین العابدین نومې جومات یوه ترټولو غوره ځانګړنه ،د محراب تر شاه په دیارلس میټر لوړوالی سره د شیشې دیوال دی چې د هغه ښې پلوه ته د بقرې سورې دوه آیتونه او کیڼ طرف ته ئې هم د ابراهیم سورې آیتونه په ډير ښکلی انداز سره نقش شوي دي.دمحراب شیشه ای دیوال داسې پلان شوی دی چې هر نور او رڼا چې ورباندې لګیږي، د قرآن آیتونه په معلقه بڼه په فضا کې د لیدو وړ وي.د جومات په داخل کې دیوالونه په اسماء الحسنی سره په ثلث خط سره ښکلي کړئ شوي دي او د اصلی مصلی یا هال په دروازې د اسراء سورې اتیایم آیت دهر کتونکي نظر ځان ته جلبوي.
https://iqna.ir/fa/news/4102927