ایکناخبری آژانس راپور راکړ، دغه ویبینار د مرغومې د میاشتې په شلمه نیټه یعني سبا مازدیګرله درو بجو تر څلورو بجو پورې د ایکناخبری آژانس ، د الزهرا (س) د پوهنتوني جهاد برخې او داسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له هیواده د بهر ایرانیانو دچارو او کلتوري ملګرتیاؤ عمومی ادارې په ملګرتیا سره د ایکنا په مبین سټوډیو کې ترسره کیږي .
په لندن کې د ؛لبیک یازهرا(س) ادارې موسیسه او د اسلامی بحثونو استاذه او څيړانده میرمن سیده ام فروه نقوي،د الزهرا پوهنتون د اقتصاډي اواجتماعي علومو د پوهنځي د میرمنو اوکورنۍ دمطالعاتو دډلې سلایاره میرمن افسانه توسلي او د تهران دپوهنتون د اسلامی معارف او تفکر د پوهنځي استاذه میرمن حکیمه سقای بی ریا به ددغه ویبینار ویناوالې وي .
دغه ویبینار په انګریزي ژبه او د سکایپ له لارې ترسره شي او ګروهمن کسان د په واردیدا سره په اعلان شوي وخت کې،
https://join.skype.com/EwqkuKA4OebN لینک ته په لویدیځ کې د اسلامی کورنۍ او مسلمانې میرمنې په وړانډې چیلنجونه نومې دغه ویبینار کې د ارزونې په باب له بحثونو استفاده کولی شي .
د وئيلو ده دغه سیمنار داسلام پيژندنې د نړیوالو غونډو د هغې لړۍ په دوام کې چې ایکنا ئې د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې د علمي او پوهنتوني ملګرتیاؤ د عمومي ادارې په ملګرتیا سره کوي ، ترسره کیږي.
تر دې دمه په مختلفو عنوانونو سره ددغو غونډو درې ناستې په ایکناکې ترسره شوي دي او د غونډو د موضوع په باب د هیواد له داخل او بهره ویناوالو خپلې لیدتوګې بیان کړي دي .