ایکناخبری اژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل له افغانستان څخه هیڅ «بل الفعل او بل القوه» ګواښ د سیمې او ګاونډیو هیوادونو ته متوجه نه دی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ورځې مخکې ویلي وود افغانستان او د تاجیکستان په سرحد کښې امنیتي حالت اندیښمنونکی دی .
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني زیاته کړه موقته حکومت څرنګه چې د هیواد په داخل کښې امنیت تامین کړی دی د هیواد د سرحدونو هم ساتنه او حفاظت کوي او په دې هکله مطرح شوي اندیښنې بې ځایه دي .
تاجیکستان چې له افغانستان سره کابو څوارلس سوه (۱۴۰۰) کلومیټره سرحد لري په ځلونو په افغانستان کښې د جنګ او د ناامنیو او له افغانستان څخه تاجیکستان ته د ترهګرو د نفوذ په هکله په ځلونو خپلې اندیښې څرګندې کړي دي .