ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د پاکستان یوه نامتو او غوره دینی عالم او د علمیه حوزې استاد حجةالاسلام سید شجاع حسین الحسيني له ایکنا خبري آژانس سره د ایام فاطمیه د شپو ورځو او د حضرت فاطمةالزهرا د شهادت د کلیزې د شپو ورځو په مناسبت پخپلې مرکې کې روښانه کړه،که په نن سبا پانګوال نظام کې میرمنې د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها په سیرت عمل وکړي ، نو په نړۍ کې به د میرمنې مقام او حیثیّت وساتي اوپه داسې حال کې چې لویدیځي پانګوال نظام پر اسلامی نړۍ په تیره بیا د میرمنې په حیثیت او احترام په سترګو پټولو سره پر اسلامی امت د لویدیځي لوڅې ښځې بیلګه د تپلو هڅه کوي ، اسلامی میرمن کولی شي ، دحضرت فاطمةالزهرا په سیرت باندې په عمل کولو سره درستې نړۍ ته د هغې بزرګوارې د سیرت او ژوند ستره او لویه بیلګه وړاندې کړي .
له حجةالاسلام والمسلمین سید شجاع حسین الحسینی سره مفصله شوي مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .