له العتبه العلویة څخه په نقل، د حضرت امام علي علیه السلام حرم دوه قرآني محفلونه د حضرت امام حسن علیه السلام د زوکړې په مناسبت دوه شپې په انټرنټي پاڼه کښې ترسره کړې دي.
د امام علي علیه السلام د حرم د قرآن کریم برخې مشر امیر کسار وویل چې قرآني محفل لومړی شپه د امام علي علیه السلام د زیارت موذن او قاري سید هاني المسوي په تلاوت سره پيل شو او د نجف اشرف له علي الزبیدي قاري په تلاوت سره تر پای ورسید.
دویمه شپه هم د قرآن کریم محفل د بغداد له عامر الکاظمي او د نجف اشرف له قاسم الجبوري قاري په تلاوت سره پيل او د نجف اشرف له علي مسلم په تلاوت سره تر پای ورسید.
3898202