د ایکنا راپور له مخې، نن د سه شنبه(ګل) ورځ د ۲۰۱۸ میلادي کال د دسمبر د میاشتې ۲۵ نیټه ده چې د حضرت عیسی روح الله علیه السلام د نیمکرغه زوکړې له کلیزې سره سمون لرې. حضرت عیسی علیه السلام چې په قرآن کریم کښې د (روح الله) په نامه یاد شوی، د حضرت مریم(س) زوی دی. عیسایان د دخدای تعالی جل جلاله د یو ستر او قدرمن پیغمبر حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زوکړې د کلیزې په ورځ ځانګړي مراسم ترسره کوي چې پخپلو کورونو کښې د سروې د شنې ونې یا د هغې د ماډل لګول پکښې یو ډیر مشهور رسم دی. که څه هم مسیحیان د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړې د نیټې په سر د نظر اختلاف لري خو په هغو ټولو هیوادونو کښې چې میلادي کال پکښې چلیږي، نوی کال د جنورۍ د میاشتې له وړومبنۍ نیټې څخه پیلیږي.موږ د حضرت عیسی علیه السلام ټولو پيراوانو او مینه والو ته د هغه د زوکړې د کلیزې مبارکي وايي.