IQNA

د مزار شریف امام جمعه:

د اسلام پر ضد دا روان جریان منظم او ښه په حساب پوره دی

8:27 - December 28, 2014
د خبر لمبر: 2640327
بهرنی څانګه: د مزار شریف ښار سلطانیه جامع جومات امام جمعه تاکید کړی: د اسلام سره دښمنې د نړۍ یو خاص ځې سره ځانګړیتیا نه لری، بلکې دا مسئله منظم او ښه په حساب پوره جریان دی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آوا خبرونو نه په نقل، د مزار شریف ښار سلطانیه جامع جومات کښې د جمعه  لمونځ د سلګونو خلکو په شتون سره د حجة الاسلام و المسلمین سید حیدر علی په امامت کښې پیل شو.

د مزار شریف ښار سلطانیه جامع جومات امام جمعه د جمعې ورځې سیاسی او عبادتی خطبه  کښې ځان او لمانځ ته راغلې خلکو او خپل ځان ته د الله تقوا اختیارو دعوت او سفارش وکړو.

حجت الاسلام و المسلمین سید حیدر علی نړۍ کښې روان د اسلام پر ضد جریان ته اشاره سره ؤ ویل: د حق او باطل جریان د اول خلقت نه شتون لری او ته اخیره به ادامه لری او زمونږ عقیده دا ده چې حق به بریالی او غالب وی، خو ولې دې بریالیتوب لپاره د کوښښ ضرورت دی.

هغه زیاته کړه: د اسلام پر ضد روان جریان د نړۍ یو خاص ځې سره ځانګړی نه دې، په بحرین کښې د آل خلیفه دولت د شیعه یانو په خلاف کوښښ او فعالیت کوی او موجوده وخت کښې ډېر کسان چې ازادی غوښتونکې دی د زندان په تیرو کې پراته دی.

هغه هیوادنو کښې چې ټول په کښې مسلمانانو دې دښمن په بل شکل کښې خپل نفوذ او فعالیت کوی نو دا اوس د عالمانو، ځوانانو، محصلانو او پوهاندو ذمه داری زیاته وی چې هغوی مسلمانانو کښې او اسلامی نړۍ کښې د وحدت لپاره کوښښ وکړی.

حجت الاسلام هاشمی عراق کښې د بندیوانو وضعیت ته اشاره سره ؤ ویل: د نړۍ عفو سازمان اعلان کړی چې په دې اخیرو ورځو کښې داعش سره بندی ښځو ځان وژنه باندې لاس پوری کړی، چې دا هم د اسلام په نوم باندې دا ډېر د خفګان ځې دی چې ډېر اسلامی هیوادونه د دارنګه وضعیت کښې هم چپ دی.

د مزار شریف سلطانیه جومات امام جمعه زیاته کړه: دا جنایات چې داعش کوی ټیک د هغه جنایاتو غوندې دی کوم چې اسرائیل د مسلمانانو خلاف کوی، او د دواړو ډلو عمل یو غوندې دی، خو ولې داعش یی د اسلام په نوم کوی او اسرائیل یی د صهیونیسم په نوم کوی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2636020

captcha