IQNA

د متحده عربي اماراتو د «شیخ زاید جامع جومات» په سپوږمیزه رڼا کې د قرآني آیت انځورول

د متحده عربي اماراتو د «شیخ زاید جامع جومات» په سپوږمیزه رڼا کې د قرآني آیت انځورول

ایکنا- د متحده عربي اماراتو د شیخ زاید جامع جومات د زړه راښکونکې معمارۍ په منځ کې رڼا یوازې د روښانتیا لپاره نه کارول کېږي، بلکې د حقیقت د بیانولو یوه وسیله هم ده. د دغه مرکز نوې رڼاګانې د هغو الهي آیتونو په الهام جوړې شوې دي چې د سپوږمۍ، د هغې د پړاوونو او د وخت د محاسبې ترمنځ پر اړیکې ټینګار کوي. په دې توګه د جومات دېوالونه د اسمان د کیسې د بیانولو پر یوې پرَدې بدلې شوي دي. په دغې نندارې کې د رڼا رنګ له تیاره آبي څخه   د بشپړې سپوږمۍ تر سپینوالي پورې بدلېږي او د رڼا او وخت د محاسبې ژور مفهوم په زړه‌راښکونکې بڼه انځوروي.  
16:09 , 2026 Aug 17
په بریتانیا کې په جوماتونو کې د باران لپاره د لمانځه د ادا کولو غوښتنه

په بریتانیا کې په جوماتونو کې د باران لپاره د لمانځه د ادا کولو غوښتنه

ایکنا- د بې‌سارې وچکالۍ او د اوبو د سخت کمښت په  اوج کې، چې کرهڼې او چاپېریال له جدي ګواښ سره مخ کوي، په بریتانیا کې مسلمانو علماوو د جوماتونو له امامانو او لمونځ‌کوونکو څخه غوښتي چې د «صلاة الاستسقاء» (د باران غوښتنې لمونځ) سنت بیا راژوندی کړي.  
16:05 , 2026 Aug 17
د مصر له قرآني راډیو څخه د الازهر د سترو امامانو د تاریخي ویناوو خپرېدا 

د مصر له قرآني راډیو څخه د الازهر د سترو امامانو د تاریخي ویناوو خپرېدا 

ایکنا- د مصر د ملي رسنیو ادارې وئيلي دي، د «امام اعظم» په نوم به یوه نوې خپرونه د مصر د قرآن راډیو له څپو  خپرېږي. په دې خپرونه کې به د تېرو کابو  ۹۰ کلونو په مودې کې د الازهر د امامانو او شیخانو تاریخي ویناوې او خطبې وړاندې کېږي 
15:53 , 2026 Aug 17
په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوي تکراریدا دوام لري

په سویډن کې د قرآن کریم د سپکاوي تکراریدا دوام لري

ایکنا-  د سویډن په پلازمېنې ستاکهولم کې د جامع جومات په بهرني انګڼ کې یو ځل بیا د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی وشو. دا له ۲۰۲۵ کال له دسمبر راهیسې دغه ډول دریمه پېښه ده.
16:04 , 2026 Aug 16
د خلکو د حقوقو د نه ادا کولو لار پر مسلمانانو تړل شوې ده

د خلکو د حقوقو د نه ادا کولو لار پر مسلمانانو تړل شوې ده

ایکنا- رسول الله(ص) د خلکو، حتی د غیرمسلمانو، د حقوقو په ادا کولو او له هغوی څخه د بخښنې او حلالیت په غوښتلو سره، هغو کسانو ته چې د خلکو د حقوقو په ادا کولو کې لټي کوي، د هر ډول عذر او توجیه لار تړلې او په خپل دغه چلند سره ئې پر ټولو حجت تمام کړی دی.
15:59 , 2026 Aug 16
حامد شاکرنژاد د ټول قرآن کریم د سټوډیوئي تلاوت پروژه بشپړه کړه (فیلم)

حامد شاکرنژاد د ټول قرآن کریم د سټوډیوئي تلاوت پروژه بشپړه کړه (فیلم)

ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاري حامد شاکرنژاد په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام له لارې اعلان وکړ چې د قرآن کریم د ټول متن د سټوډیويي تلاوت یوه ستره پروژه یې بشپړه کړې ده.
15:52 , 2026 Aug 16
په مراکش کې د شلمې نړیوالې قرآني سیالۍ پای

په مراکش کې د شلمې نړیوالې قرآني سیالۍ پای

ایکنا- په مراکش کې د ملک محمد شپږم د نړیوالې جایزې د قرآن کریم د حفظ، ترتیل، تجوید او تفسیر د شلمې مرحلې  سیالۍ د پنجشنبې په ورځ، یعني د زمري په ۲۲ ، د مراکش په پلازمېنې رباط کې پای ته ورسېدې.
15:48 , 2026 Aug 16
   په الجزایر کې؛غزه؛نومې  ۲۴ کلنه قرآني مدرسه

   په الجزایر کې؛غزه؛نومې  ۲۴ کلنه قرآني مدرسه

ایکنا- د الجزایر د قسنطینې ولایت په حامه بوزیان سیمې کې د «غزه» نومې قرآني مدرسه ۲۴ کلن تاریخ لري. دغې مدرسې خپل فعالیتونه د قرآن کریم د زده‌کړې او حفظ د اسانتیا لپاره ځانګړي کړي او د علم او شخصیت جوړونې په یوه مرکز بدله شوې ده چې تر اوسه ئې سلګونه نارینه او ښځینه حافظان روزلي دي.
15:42 , 2026 Aug 16
په زاهدان کې داهل سنت د دینی عالم په امامت د شیعه او سني عالمانو په ګډون د استغاثې او یووالي لمونځ ادا شو

په زاهدان کې داهل سنت د دینی عالم په امامت د شیعه او سني عالمانو په ګډون د استغاثې او یووالي لمونځ ادا شو

ایکنا- دغه لمونځ د اهل سنت د یوه دینی عالم په امامت  ترسره شو چې د هغه په امامت کې ټولو اهل تشیع او اهل تسنن  وروڼو په یو ځاي  د استغاثې لمونځ ادا کړ .
16:41 , 2026 Aug 15
په غزي کې ترورونه د نتانیاهو له لورې د هوکړې ضامنانو ته  اور اچونکی پیغام  دی

په غزي کې ترورونه د نتانیاهو له لورې د هوکړې ضامنانو ته  اور اچونکی پیغام  دی

ایکنا- د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم ټینګار کړی چې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د پوځ نننیو ترورونو، په ځانګړي ډول د غزې ښار د پولیسو د مشر په نښه کولو، د هوکړې ضامنو ته یو اور اوچونکی پیغام لېږلی دی.
16:30 , 2026 Aug 15
د قرآن کریم پر وړاندې د صهیونیستي ـ امریکايي سپکاوي په غبرګون کې د یمن د خلکو پراخه غونډه

د قرآن کریم پر وړاندې د صهیونیستي ـ امریکايي سپکاوي په غبرګون کې د یمن د خلکو پراخه غونډه

ایکنا- د یمن ذمار ښار د قرآن کریم پر وړاندې د پرله‌پسې صهیونیستي ـ امریکائي سپکاویو د غندنې په موخې د یوې سترې ولسي غونډې شاهد و.
16:27 , 2026 Aug 15
په هند کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه د بشري حقوقو راپور خپور شو

په هند کې د مسلمانانو د وضعیت په اړه د بشري حقوقو راپور خپور شو

ایکنا- د   بشري حقونو د یوه  تازه راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د هند د مسلمانانو وضعیت د ثبت شوو تاوتریخوالو له پلوه له تر ټولو سختو پړاوونو څخه تېرېږي.
15:47 , 2026 Aug 15
د فلسطینيو علماوو ټولنې د ابراهیمي جومات د یهودي کولو په اړه خبرداری ورکړ

د فلسطینيو علماوو ټولنې د ابراهیمي جومات د یهودي کولو په اړه خبرداری ورکړ

ایکنا- د فلسطینيو علماؤ ټولنې د ابراهیمي جومات د یهودي کولو د بهیر د لا زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ او د سپېڅلو ځایونو د ساتنې غوښتنه ئې وکړه.
15:32 , 2026 Aug 15
په امریکا کې د مشرانو جرګې د مسلمان نوماند پر ضد د کرکې خپرونې ۲۰ برابره زیاتې شوې

په امریکا کې د مشرانو جرګې د مسلمان نوماند پر ضد د کرکې خپرونې ۲۰ برابره زیاتې شوې

ایکنا -  یوه نوې څېړنه ښيئ چې د امریکا د«میشیګن» ایالت د سنا د مسلمان نوماند پر ضد د کرکې او نفرت خپرونکو پوسټونو شمېر، په لومړنیو ټاکنو کې د هغه له بریا وروسته ۲۰ برابره زیات شوی دی.
18:47 , 2026 Aug 13
 اسلامي هېوادونو د اسرائیلو د نیواک په ملاتړ کې د کولمبیا اقدام وغنده

 اسلامي هېوادونو د اسرائیلو د نیواک په ملاتړ کې د کولمبیا اقدام وغنده

ایکنا- یوشمیر اسلامي هېوادونو په جلا جلا اعلامیو کې د کولمبیا هغه اقدام په کلکه غندلی چې له مخې یې د نیول شوې جولان سیمې پر سر د صهیونیستي رژیم حاکمیت په رسمیت پېژندل شوی دی.
18:32 , 2026 Aug 13
1 2 3 4