IQNA

د حمید رضااحمدی وفا په زړه پورې غږ سره د قرآن د دولسمې سپارې ترتیل تلاؤت

ایکنا- د قرآن کریم د دولسمې سپارې یا جزوې د ترتیل تلاؤت د روژې دمبارکې میاشتې د دولسمې ورځې په مناسبت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاري  حمید رضااحمدي وفا په زړه پورې غږ سره خپور شو.

ایکنانیوز راپور راکوي، د قرآن کریم د یولسمې سپارې د ترتیل تلاؤت د ایران د نړیوال قاري حمید رضا احمدي وفا په غږ سره د قرآن د عالی شورا په سټوډیو کې  په ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو کې ریکارډ شوی او په ۱۴۰۱ کال  کې  د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارشاد دو زیر په شتون سره د قرآن کریم د ممتازو قاریانو حافظانو،استاذانو د اولسمه تخصصي غونډې په څنډې کې ئې مخ کتنه شوې ده او د لومړي ځل لپاره په دغې قرآني رسانۍ کې خپریږي.او ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.