ایکنانیوز د ملتونو د ټولنې او کلتور د تحلیلي خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د تایلینډ د لومړي وزیر دفتر ددغه هیواد د جنوب مسلمان میشته ولایتونو ته دهغه د درې ورځني ځانګړی سفر خبر ورکړ او اعلان ئې وکړ، په دغه سفر کې به لومړی وزیر د یالا، نارایتوات او پاتاني درو اصلی ولایتونو ته سفر وکړي.
له مذهبی مشرانو او د سیمې له مسلمانانو سره لیده کاته،په اسلامی جشنوارو کې ګډون او د دغې سیمې د اسلامی او قرآني آثارو پشمول د تاریخي او ټوریسټي ځایونو کتنه ددغه تایلینډي چارواکي د سفر پروګرامونه دي.
ددغه سفر اصلي هدف ددغو ولایتونو د ټوریسټي پوټينشل کتنه او د هغو پراختیا ده ،ځکه چې د لومړي وزیر په اند، دتایلینډ جنوبی ولایتونه دهیواد دنورو ولایتونو په نسبت چې له کلونو راهسې په میلیونونو سیّلانیان جذبوي څه شی کم نه لري.
د تایلینډ حکومت په نظر کې لري، ددغه هیواد مسلمان میشتو سیمو د انساني ځواک په فعالولو او د ځانګړو جاذبو په تبلیغ کولو سره د ټوریزم له ګټه ور صنعت څخه خپله ونډه زیاته کړي او د د حلال ټوریزم له صنعت څخه د عایداتو د په زیاتولو سره ، ددغو سیمو داوسیدونکو د ژوند کیفیّت ښه او د سیمې آبادي زیاته کړي.
دخوراکي محصولاتو په تیره بیا د حلالو خوړو په باب دنړیوالې غوښتې په زیاتیدا پسې د تایلینډ حکومت په نظر کې لري،څو د تایلینډ اوملایشیا ترمینځ په سرحدي مسلمان میشتو ولایتونو کې د حلال صنعت په پراختیا سره ،دغه محصولات دمینځني ختیځ هیوادونو ته هم صادر کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4202210