ایکنا نیوزـ د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې په مناسبت په دوهمه شپه د ویراو ماتم دستورې د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په شتون سره د حضرت امام خمینی په امامباړې کې ترسره شوې.
په دغو دستورو کې حجةالاسلام عالی د د انسان د ودې او مجاهدت د بیلګې په توګه حضرت فاطمة الزهرا(ع) د ژوند د ځينو برخو په بیانولو سره د انسان د نیکمرغۍ ،خسران، ځوړتیا او د ودې زمینې او عواملو په بیانولو سره، په الهی نیّت سره مجاهدت ، کار او هڅه د ودې عوامل وبلل.
په دغو دستورو :ې همدارا زسید رضا نریماني هم د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها په ویر کې مرثیه او عزاداري وکړه .
داپه داسې حال کې دي چې په درست ایران او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د حضرت فاطمة الزهراسلام الله علیها د شهادت د کلیزې او ایام فاطمیه په مناسبت ولولناکې او پرتمینې دستورې جوړیږي او تر یکشنبې پورې یعني د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د شهادت تر ورځې پورې به دوام ومومي.
د ایکنانیوز درست کارکونکي په دې مناسبت تاسو ټولو مینه والو او عزادارو ته د زړه له قومې تسلیّت وائي.