IQNA

په قطر کې د برترو اتل قرآني سیالۍ نتیجې اعلان شوې (فیلم)

7:08 - November 14, 2023
د خبر لمبر: 3488268
ایکنا-(قطر) د قطر  د اول الاوایل نومې  قرآنی نړیوالو سیالیو ددوهم پړاؤ   دسیالیو پایزې دستورې  د برلاسه اتل په معرفي کیدا او د قاضیانو  په قدرونې سره ترسره شوې.

ایکنانیوز دالرایه له قوله راپور راکړ، د قطر داسلامی چارو او اوقافو وزیر غانم بن شاهین الغانم  د دوحې  په شرایټن هوټل  د ؛ اول الاوائل ؛ په نامې سره یعني د ترټولو برلاسه قاریانود  اتل په نامې سره  دقطر د قرآنی سیالیو  ددوهم پړاؤ پایزو دستورو کې  د مصر  حافظ محمد سعد عبدالجلیل  د ترټولو برلاسه حافظانو اتل  په توګه معرفي شو او دهغه ستاینه وشوه.

دغه سیالۍ چې لومړنۍ پړاؤ ئې  په ۲۰۱۶کال کې ترسره شوي ؤ ،د شیخ جاسم بن محمد بن ثاني د قرآن نړیوالو سیالیو برخه ده چې د کرونائي بحران په علت  ئې دوهم پړاؤ تر څو کلونو پورې ترسره نه شو.

 په پایزو دستورو کې همدرااز د شیخ احمد عیسی المعصراوي په مشرۍ د سیالیو د قاضیانو د کیمټې  او د دغو سیالیو ددو غوره  اتلانو ستاینه  او ورته میډال  او دغه راز  یو میلیون قطري ریال (کابو ۱۴میلیارډ تومان) ډالۍ شول.

 

د شیخ جاسم بن محمد  قرآن کریم د سیالیو دترسره کونکي کمیټې مشر ناصر یوسف السلیطي  په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ چې دغه سیالۍ  د مسئ،لانو په کلک هوډ او د کارکونکو په سرښیندنې سره ترسره شوي دي.

 هغه زیاته کړه ، څه دپاسه پنځه ویشت کاله مخکې د شیخ جاسم بن محمد قرآن کریم سیالۍ پيل شوي او دغه سیالۍ  هرکال وده کوي تردې چې د ؛اول الاوایل ؛ په عنوان سره  نړیواله برخه هم ورزیاته شوې ده.

په دغه پړاؤ کې  په لومړنۍ مرحلې کې  ۸۰ ګډون کونکو سره سیالۍ وکړې چې په ورپسې مرحلې کې ۴۰ او بیا نهائي لس سیالۍ کونکي پاتې شول.

همداراز د مصر ګډون کونکی محمد سعد عبدالجلیل  چې ددغو سیالیو اتل والي ئې ترلاسه کړې ده ووئيل، یوازې دقرآن کریم حفظ کول اهمیّت نه لري،بلکې له قرآنی  اخلاقو څخه پیروي ، ترټولو مهم اصل دی . هغه  ددغو سیالیو سویه ډيره لوړه وبلله .

 

https://iqna.ir/fa/news/4181491

 

captcha