ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د یاد هېواد چارواکو ویلي، داسې طرحه یې وړاندې کړې، چې له مخې به یې په عامه ځایونو کې د قرآنکریم پر سوځولو بندیز وي او هر هغه څوک چې ترې سرغړونه وکړي، نو مجازات به شي.
د الجزیرې د خبر له مخې، د ډنمارک چارواکو دا کار په دغه هېواد کې د امنیت خوندیتوب لپاره کړی دی.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکي راسموسن ویلي چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ۱۷۰ لاریونونه شوي چې ډېری یې د سفارتونو مخې ته د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې دي.
په همدې حال کې د یاد هېواد د استخباراتي ادارو چارواکو هم ویلي چې په ډنمارک کې د قرآنکریم د سوځولو له کبله د امنیتي پېښو احتمال هم په لوړه کچه کې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ځله په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د قرآنکریم د سوځېدلو پېښې وشوې، چې د طالبانو په ګډون یې ګڼو هېوادونو توند غبرګونونه را وپارول.