IQNA

په نیوجرسي کې د امام حسین(ع)په یاد کې دعزادارۍ دستورې ترسره کیږې

12:50 - July 22, 2023
د خبر لمبر: 3487668
ایکنا-(امریکا) دامریکا په نیوجرسي ایالت کې دکارترټ ښار مسلمانان نن مازدیګر د حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون په یاد اودرنښت کې د عزاداری لاریون ترسره کوي  او دغه ولولناک پلی لاریون به مازدیګر له څلورو بجو د شپې تر لسو بجوپورې دوام وکړي.

ایکنا د  TA Pinto له قوله راپور راکړ،په دغو دستورو کې چې د سولې پیاده روي یا د سولې لاریون نومید،ددغه ښار او  او ددغه ایالت  له نورو ښارونو هم په سلګونو شیعه  اوسني مسلمانانو پکې ګډون کوي.

دنیوجرسي ایالت د کارټریټ ښاروال ډانيّل جی ریمن دې خبرې ته په اشارې سره چې د کاتریټ لاریون دعدالت ،حقیقت اوپيوستون ننداره ده ووئيل، هرکال دمحرم په لسمه نیټه ،یعنی د اسلامی کال هیندارې په لومړۍ میاشت کې په درستې نړۍ کې شیعه مسلمانان  دحضرت امام حسین علیه السلام دشهادت ورځ لمانځي.

ریمن په دغو څرګندونو کې ووئيل، امام حسین او دهغه ملګرو  د مذهب په نامې سره دظلم اوستم  په وړاندې د تسلیمیدا په ځاي خپل ځایونه قربان کړل خو دتسلیمیدا توکی ئې په غاړه نه کړ.

د کارټریټ ښاروال ووئيل،په  دې ویاړي چې  کارټریټ به ددې یوداسې معنوي پيښې دترسره کیدا ځای وي  چې د نیوجرسي ایالت په درست مرکز اوشمال کې دشیعه مسلمانانو لپاره ډير اهمیّت لري.

ددغودستورو ترسره کونکي یوه کس سید زی بخاري هم په دې باب ووئيل، دنن ورځې پلې لاریون په کارټریټ سړک کې دکارټریټ پارک له سټال څخه په کوک روډ کې د ښاروالۍ تر ودانۍ پورې، په برخې کې ترسره کیږی، دغه برخه د هغو شیعه مسلمانانو دټولنې د هڅې برخه  ده چې د ؛باعزته نامې سره ودریږئ() په عنوان سره فعالیتونه کوي،  او دغه ولولناک اوپرتمین پلې لاریون هم د  حضرت امام حسین علیه السلام د حماسي پاڅون په باب د پوهې د زیاتولو په موخې سره ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده د لاریون کونکی  د کارټریت ښار د ښاروالۍ ودانۍ  ته د ورتلو په وخت  د هال  پر پوړیو د ښاروالۍ اعلامیه هم ولوستل شي.

کارټریټ ښار  کابو ۲۵زره آبادي لري.په روزولټ سړک کې الاسلام جومات  او په اسکس روډ کې د قبا په نامې سره دښار دوه جوماتونه دي چې  هردواړه د اهل تسنن مسلمانانو دي.

https://iqna.ir/fa/news/4156701 

captcha