IQNA

قطر د مسلمانانو په ضد له هرډول دینی نفرت خورونې او توپیر سره کلک مخالفت وکړ

7:36 - July 13, 2023
د خبر لمبر: 3487619
ایکنا-(دوحه) قطر یوځل بیا  د مسلمانانو په ضد له هرډول  نفرت خورونې او توپیر او دمقدساتو له سپکاویو سره  دمخالفت په باب پخپل دریخ  یوځل بیا کلک ټينګار وکړ.

ایکناد قطر د العرب ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د قطر حکومت  دقرآڼ کریم د وروستیو سپکاویو او دیوې نسخې  د سوځولو په محکومیّت کې  چې په زیاترو اروپائي هیوادونو کې ترسره شوي دي ،پر خپلو پریکنده دریځونو یوځل بیا ټينګار وکړ.

د قطر په خارجه وزارت کې د نړیوالو ملګرتیاؤ په زمینې کې سلاکارې میرمن لولوة بنت راشدالخاطر  ددې په موضوع په باب په یولړ څرګندونو کې ټينګار وکړ،چې هیڅ بې پلوه څارونکی او  په دغو پيښو خبر کس به  د هغو موخو او  تر پردې شا ئې د ځینو دلیلونو په نظرکې له نیولو پرته  چې دغه اقدامات تعقیبوي ،ونه ارزوي.

هغې روښانه کړه،له پيښو وروسته قصدا د مسلمانانو اوغیر مسلمانانو ترمینځ په نفرت خورونې او فتنو اچونو پسې دي .ددې په ترڅ کې چې دغه شان کارونه، په درستې نړۍ کې د هغو څه دپاسه دوه میلیارډ انسانانو  دلمسونې سبب کیږی چې ارزښتونو او باؤرونو ته ئې سپکاوی شوی دی.

میرمن لولوة بنت راشد الخاطر  ددغو پيښو  د آسانتیاؤ د برابرولو او حتی د تکراریدا دامکان په باب د ځينو اروپائي حکومتونو د دریځ په باب چې  د شخصي حقوقو او د آزادۍ په دروغجنو خبرو سره  داړونده حقوقو په ادعاګانو سره  ئې توجیه کوي، ووئيل، مونږ حیران شوي یوو، ددې لپاره چې ټول پوهیږي ، دغه شان معیارونه چې ئې قصدا کوي، او دمثال په توګه  په زیاتره هغو هیوادونو کې چې  د قرآن کریم د سپکاوي اجازت ورکوي، هیڅکله هم د یهودیانو په ضد دغه شان اقدام  وجود نه لري.

https://iqna.ir/fa/news/4154731/

captcha