ایکنا د آناتولی له قوله راپور راکړ،په سویډ کې د مالمو څارنوالۍ دفتر د هغه ډنمارکي سویډي سیاستوال راسموس پالوډن چې څه موده مخکې ئې د اسماني قرآن کریم سپکاوی کړی ؤ،د نیولو حکم صادر کړ.
راسموس پالوډن په یوه سپک اقدام کې د سویډ په پلازمینې سټاکهم کې د ترکیې د سفارت په وړاندې د قرآن کریم یوې نسخې ته اور اچولی ؤ.
دهغه دغه اقدام د پولیسو په امنیت کې او د سویډ حکومتي چارواکو په اجازت سره ترسره شوی ؤ.
دغه افراطي اروپائي سیاستوال سپک اقدام د نړۍ د مسلمانانوبلکې ددرستو خپلواکه ملتونو سخته غوسه اوکرکه راپارولې او له ډير زیات محکومیّت سره مخ شو.