IQNA

د مومنانو د امیر حضرت امام علی(ع)دشهادت په مناسبت تسلیّت ومنئ

6:35 - April 12, 2023
د خبر لمبر: 3487171
ایکنا-(تهران)د روژې دمبارکې میاشتې د یویشتمې په سهار وختي د کوفې په جومات کې یوه خوارج ابن ملجم مرادی  په داسې  حال کې  حضرت امام علی علیه السلام د سهار د لمانځه په سجدې کې ؤ په زهرجنې تورې سره  ورباندې ګوزار وکړ او امام بزرګوار دوه ورځې وروسته د سخت او زهرجن ټپ وروسته د یویشتم په شپه د فزت و رب کعبه چغه یو ځل بیا پورته کړه او  یتیمان  یو ځل بیا یتیمان شول .

د متقیانو دمولا او د مومنانو د امیر حضرت امام علی علیه السلام د شهادت د کلیزې  او د قدر د دوهمې شپې په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تیره بیا د ایران په اسلامی  جمهوریت کې په زیارتونو او سپيڅلو ځایونو کې ولولناکې او معنوي دستورې  له څو شپو  راهسې دوام لري  او د حضرت امام رضا  او حضرت بی بی معصومه سلام ا... علیهما د سپيڅلو حرمیّنو په شاوخوا کې د اهل بیت علیهم السلام  مینه وال د هغوي بزرګوارانو له سیرته  خپل زړونه خړوبوي  او د الغوث الغوث  په چغو سره  د خداوندمتعال په درګاه کې خپلې غوښتې  وړاندې کوي.

 

 

عکس پروفایل حضرت علی شب قدر - عکس نودی

د روژې دمبارکې میاشتې د یویشتمې په سهار وختي د کوفې په جومات کې یوه خوارج ابن ملجم مرادی  په داسې  حال کې  حضرت امام علی علیه السلام د سهار د لمانځه په سجدې کې ؤ په زهرجنې تورې سره  ورباندې ګوزار وکړ او امام بزرګوار دوه ورځې وروسته د سخت او زهرجن ټپ وروسته د یویشتم په شپه د فزت و رب کعبه چغه یو ځل بیا پورته کړه او  یتیمان  یو ځل بیا یتیمان شول .

د ایکنا درست کارکونکي  په دې مناسبت  د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو  دوستانو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .

captcha