IQNA

قرآنی سورې/54

د پیغمبر اکرم په اشارې سره د میاشتې څيرې کیدا

6:51 - January 08, 2023
د خبر لمبر: 3486719
ایکنا-(تهران)تردې دمهد هغې څيریدا یا درز د دلیل لپاره چې په میاشتې کې رامینځةشوی ،یو شان نظر نشته ،البته د ځينو متفکرانو په وینا، دغه درز،له پيړیو پيړیو مخکې راهسې رامینځةشوی او دهغه څه په اساس  چې په قرآن کې راغلي دي ،دغه درز د اسلام د ګران پیغمبر(ص) له معجزې پاتې اثار دي.

د قرآن کریم څلورپنځوسمه سوره ؛قمر؛نومیږي. دغه سوره په ۵۵آیتونو سره د قرآن کریم په اوویشتمې سپارې کې واقع ده .؛قمر؛ چې یوه مکی سوره ده ،اوه دیرشمه سوره ده چې پرپيغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

؛قمر؛ د میاشتې په معنا ده  او ددغې سورې په لومړني آیت کې راغلې  او په همدې دلیل په همدې نامې سره بلل کیږی. قمر په دغې سورې کې د پیغمبر د معجزې د یادونې په پلمه  راغلی. هغه مهال چې  مشرکانو له پیغمبره وغوښتل څو د خداوند دقدرت د ښودلو لپاره دې کومه معجزه وښئ،نو پیغمبر اکرم(ص) میاشتې ته په اشارې سره  دوه نیمه کړه.  دغه معجزه ،په ؛شق القمر؛یعني دمیاشتې څيرل یا درز په عنوان سره یادیږي. که څه هم له دغې معجزې وروسته ، یوشمیر  کسانو د اسلام ګران پیغمبر  جادوګر او دروغجن هم وباله.

د میاشتې دوه نیمه کیدل یا پکې  درز راتلل، او په اوسنۍ دنیا کې ئې اثبات، په ۲۰۰۴کال کې د ؛زغلول النجار ؛ په وسیله په یوه کتاب کې رامینځةشول. په دغه کتاب کې یو عکس خپور شو چې په اساس ئې د امریکا فضائي پوهانو وئيلي وو،چې میاشته ډير مخکې راهسې دوه نیمه شوې ده اوددغې موضوع  د اثبات لپاره پر میاشتې باندې ځینی ډاډمن شواهد شته دي.

د قمر سورې آیتونه،زیاتره له ګواښ او خبرداري  سره اړونده دي  او دتیرو قومونو خبرې کوي چې  ناسم کارونه ئې ترسره کول او د قیامت په ورځ او هغه مهال چې ټاکل شوې ده ، ددوي په دنیاوي کارونو غور وشي،ښه وضعیّت نه لري. دغه یادونه  د پند اونصحیت د اخستو لپاره بیان شوې ده . هغه قومونه چې نامه ئې په دغې سورې کې راغلې ده،قوم عاد ،دثمود قوم،دلوط قوم او د فرغون قوم دی.

په دغې سورې کې ټينګار شوی دی چې قرآن له دې اړخه په ساده او آسانه بڼه  بیان شوی چې درست خلک ورڅخه پند واخلي. دغه آیت څلور ځله په دغې سورې کې تکرار شوی دی  « وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ:؛او په چورلټ ډول قرآن د نصیحت زده کولو لپاره مو آسان ګرځولی دی ،نو آیا نصیحت زده کونکي یاست؛  دغه آیت څلور ځله  په ۱۷،۲۲،۳۲،او ۴۰ آیتونو کې راغلی دی.

دغه سوره یو ګواښ او خبرداری دی د هغو کسانو لپاره چې له خپلو نفساني خواهشاتو پیروي کوي،سره له دې چې د تیرو وختونو  دژوند او د په دنیا او آخرت کې د دوي دعاقبت پهباب د قیامت د ورځې لړزونکي خبرونه رارسیدلي دي.

نو بیا ځکه خداوندمتعال د ځینو هغو تیرو کسانو  د کیسو او دردونکي عذابونو چې  د پیغمبرانو ددروغ بللوپه دلیل پر دوي نازل شوي یا نازلیږي، اشاره کوي.

captcha