IQNA

د قطر د قرآن د نړیوالو سیالیو په شپږم پړاؤ کې د ۷۶هیودوو استازي ګډون کړی

6:29 - December 22, 2022
د خبر لمبر: 3486637
ایکنا-(تهران) په قطر کې د؛کتارا؛نومې کلتوری فاؤنډیشن په قطر کې د ؛کتاره جایزې؛په نامې سره دقرآن د تلاؤت د سیالیو په شپږم پړاؤ کې د ۶۷عربو او غیر عربو هیوادونو د استازو د ګډون خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د الدوحه له قوله راپور راکړ، د کتاره کلتوري کلی عمومی فاؤنډیشن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د ؛پخپل غږ سره  قرآن ته ښکلا ورکړئ؛په شعار سره ددغو سیالیو شپږم پړاؤ به ویډیوئي او آډیو بڼه ترسره شي.

د کتارا فاؤنډيشن عمومی مدیر ابراهیم السیلیطي په دې باب ووئيل، په دغو سیالیو کې ګډون کونکي له عربو اوغیر عربو هیوادونو دي ،چې په هغو کې  دعربو هیوادونو ۵۸۸کسان ا و دغیر عربو هیوادونو ۶۸۵کسان ګډون کوي. السلیطي روښانه کړې ده ،د سیالیو د دغه پړاؤ تر ټولومهمه ځانګړنه،دغیر عربو هیوادونو په زیات مشارکت سره ګډون دی چې ۴۸هیوادونو ته رسیږي   چې دا ښئ سیالیو نړیوال شهرت موندلی دی.

د کتارا قرآنی جایزې  عمومي څارونکي خالد عبدالرحیم  هم ووئيل، ددغه پړاؤ سیالۍ  په روژې مبارکې میاشتې کې د قطر د ټيلیویژني ادارې په ملګرتیا سره دټيلیویژن په ۲۴پروګرامونو کې خپریږي او د سیالیو د نهائي قضاؤت ټیم هم په شپږو قاضیانو مشتمل دی  چې له هغو درې کسان د قرائات ، احکام او دتجوید د قواعدو  او درې کسان هم دښه غږ او د مقاماتو په زمینې کې متخصصان دي.

د وئيلو ده دغه سیالۍ د ستمبر  له لومړۍ نیتې پيل شوي او د نومبر تر دیرشمې نیټې پورې پای ته رسیدلی  او د اپړاؤ له اتلسو کلونو زیات عمرلرونکو سړیو  په ګډون سره ترسره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4108737/%D9%

captcha