IQNA

د قطر نړیوال جام د لویدیځوالو اسلام ضده پروپيګنډې شنډې کړې

13:48 - December 20, 2022
د خبر لمبر: 3486630
ایکنا-(تهران) د افریقا یو نامتو شناندي او لیکوال د قطر د ۲۰۲۲نړیوال جام ترسره کیدا ډيره کامیابه چاره وبلله او وې وئيل، د مسلمانانو  په باب  هغه ناسم تصورات له مینځه یوړل شول چې مسلمانان ئې د یوه ترهه ګر بریښولو هڅې کولې.

ایکناخبیر آژانس راپور راکړ،د قطر نړیوال جام د ارجنټاین فټبال ملی ټیم په اتلوالۍ سره پاي ته ورسید او کارپیژاندو ددغه نړیوال جام درست  اقدامات ښه او تر ټولو ښه ورلډ کپ وباله.

له دې مخکې  په یوه مسلمان هیواد کې د نړیوال جام د لوبو ترسره کیدا باندې لویدیځوالو ډيرې نیوکې کولې  او دا کار ئې اصلا ناشونې باله،خو دقطر دغه نړیوال جام  له هر پلوه د اسلامی نړۍ لپاره په تیره بیا د فلسطین د مظلوم ولس او دهغو دمبارزې په  باب ډير بریالی او تبلیغاتي پروګرام شو.

د افریقا دغه شناندي او کارپوه عبدالنور تومي ووئيل، د لویدیځي نړۍ  د ناسم فکر او خیالاتو اصلي او مهمه وجه او دلیل  هم د دوي کبرجن سوچ او ناسم درک دی او فټبال لوبه  پر یوه ګیم سربیره یوه جیو پولیټيک   اکنامک چاره جوړه شوې ده او دوي هر یوه کار ته له سیاسی اړخه ګوري او کلتوری او ټولنیز اړخ ئې تر اغیزو لاندې راوستی دی، خود قطر نړیوال جام وښودله چې د اسلامی نړۍ په باب د لویديځوالو زیاتره تفکرات چټي،پوچ او له پروپيګنډې زیات څه نه دي.

ایکنا د شمالی افریقا له دغه  تکړه کارپوه او شناندی عبدالنور تومي سره یوه مرکه کړې چې یوه برخه ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

https://iqna.ir/ur/news/3513394/%D

captcha