ایکناخبری آژانس دالوسط له قوله راپور راکړد کویت ؛سلسبیل ؛ ټولنې د اسلامی ارزښتونو او فرهنګ سره دقطر دنړیوال جام دمیلمنو د بلدتیا په موخې سره د قطر د اسلامی کلتور مرکز(شیخ عبدالله بن زیدل آل محمود مرکز) له لوړ روتبه قطري پلاوي سره چې ددغه مرکز دعمومی مدیر صالح بن علی المري په مشرۍ سره ؤ، د ؛المبدع هنري سلاکارۍ نړیوال شرکت (gccic) مسئولنو له کتنې سره اړونده غږملتیاوې ترسره کړې.
په دغې کتنې کې د المبدع شرکت له خوا قطري پلاوي ته له ۱۷۸۳کال سره اړونده د قرآن لاسلیک شوي تاریخي نسخه ډالۍ کړه.
د السبیل ټولنې عمومی مدیر شیخ احمد الفارسي په دې باب ووئيل، دغه ټولنې د قطر دنړیوال جام په سیالیو کې په ترسره شوو کلتوري اوتبلیغاتي فعالیتونو کې دګډون په خاطر ځانګړي هلې ځلې کړي دي او د قرآن دا تاریخي نسخه ، له قرآن کریم سره د نړیوال جام د نندارچیانو او پلویانو د پلدیتا په موخې سره د هلوځلو یوه برخه ده.
صالح بن علی المری هم په دې باب ووئيل، دغه تاریخی قرآن به د قطر د اسلامی کلتور د مرکز په ګراؤن فلور کې د اسلامی تمدن په دایمي نندارتون کې نندارې ته کیښودل شي چې ډير زیات لیدونکي ځان ته جلبوي.
د المبدع نړیوال شرکت اجرائي مشر سید بداح المطیري هم ووئيل، دقرآن کریم دغه نسخه، شیخ عبدالکریم بکر الحاج په افریقا کې کتابت کړې او دغه کتابت هم د ۱۲۰۵قمری کال په روژې میاشتې کې پاي ته رسیدلې ده.